د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د سيمی د سياسی او امنيتی بدلونونو په رڼا كی، دقدس د نړيوالی ورځی په خبری او تخصصی غونډه كی، برخه والو چی، پرون په تهران كی ترسره شوه، د حضرت امام خمينی ره، په وسيله د قدس د نړيوالی ورځی د نومول كيدو د څرنګوالی، او د منځنی ختیځ د مهمو بدلونونو، منجمله د فلسطين د موضوع، او په سوريه او مصر كی، د اوسنيو بحرانونو، اودنورو اسلامی هيوادونو د حالاتو، په تشريح كولو لاس پوری كړ .
د ايران د اسلامی شورا د ملی امنيت او بهرنی سياست د كميسيون رئيس، علاؤالدين بروجردی، د د غې غونډی د يو وينا كوونكی په توګه، د قدس نړيواله ورځ، د حضرت امام خمينی ره، د افكارو له بركته وبلله، او وئی ويل : دوی د قدس دورځی په نړيوال كولو سره، د فلسطين مسئله، د اسلام د نړۍ د لمړيتوبونو په سر كی راوستله .
بروجردی همداراز، د اسلام د نړۍ او د سيمی د اوسنيو بدلونونو په باره كی څرګنده كړه چی، د سلطی نظام په دی لټه كی دئ چی، په يو لړ توطئو سره، په اسلامی هيوادونوكی، كورنۍ جګړه رامنځته كړی، او دهغوی د توانمنيو په نابودولو سره، اسلامی امت كمزورئ كړی .
دايران د اسلامی شورا د ملی امنيت او بهرنی سياست د كميسيون رئيس، د فلسطين په خاوره كی، د صهيونيسټانو د ميشتيدو تاريخ ته په اشارې سره، وويل : د فلسطين مبارز ملت، داسلام د نړۍ په زړه كی، د اسرائيلو د سرطانې دانې د پيداكيدوله پيل څخه، د هغې مبارزې ته پورته شو، او هڅه ئی وكړه چی، د مسلمانانو دغه دښمن له منځه يوسی .
په تهران كی، د فلسطين د اسلامی جهاد دغورځنګ استازی، ناصر ابوشريف هم، په دغه غونډه كی، قدس د مسلمانانو لمړنۍ قبله، او سياسی قبله وبلله، او وئی ويل چی، هر څوك د قدس په مسيركی حركت كوی ، درسته لاره په مخ كی لری .
په تهران كی، دفلسطين د اسلامی جهاد دغورځنګ استازی، د قدس دنړيوالې ورځی په توګه، د روژې د هرې مياشتې د وروستۍ جمعې په نومولوكی، د حضرت امام خمينی ره اقدام، مهم وباله او زياته ئی كړه : دوی ډير هوښيار محقق او عالم ؤو چی ، د سيمی د استراتژيكو مسائيلو څخه ئی، په دقيقه توګه خبرتيا درلوده، او د اسلام د نړۍ دښمنان ئی وپيژندل .
ابوشريف، د دی ټګی په بيانولو سره چی، نړيوال ښكيلاك، د اسرائيلو د موجوديت د ساتنی لپاره، ټوله سيمه په شخړه او كړكيج كی ښكيله كړې ده، څرګنده كړه : مسلمانان بايد، خپل موقعيت او مرتبی ته د ستنيدو لپاره، توطئی شنډی كړی .
د فلسطين د خلګو د انتفاضی څخه، د ملاتړ د كمیټی عمومی منشی، حسين شيخ الاسلام، د سيمی د سياسی او امنيتی بدلونونو په رڼاكی، د قدس د نړيوالی ورځی، په تخصصی غونډه كی، پخپله ويناكی، د لويدیځ له دسيسو څخه، د خلګو د پوهولو، او د قدس په نړيواله ورځ كی، ډګر ته دټولو ملتونو د راوستو لپاره، د رسنيو د هڅی په ضرورت باندی ټينګار وكړ . شيخ الاسلام، د حضرت امام خمينی ره، په افكاروكی، د فلسطين د اهميت او موقعيت په باره كی، وويل : په مبارزه كی ، د دوی روده، په الهی انګيزو او اهدافو سره، د انسان د تكامل او لوړاوی په چوكاټ كی، ډګر ته د ملت راوستل ؤو ، او په همدی رودې باندی په تكئی سره ئی، د روژې د مباركی مياشتی وروستۍ جمعه، د قدس ورځ ونوموله .
1265888