IQNA

اخوان المسلمين وايی كابو ۱۴زرو خلكو ته مرګ ژوبله اوښتې،خو حكومت وايی ۶۳۸تنه وژل شوی

9:22 - August 16, 2013
د خبر لمبر: 2575649
نړيواله ډله: د مصر روغتيا وزارت وايی تراوسه د دغه هيواد په بيلا بيلو سيمو كښې ۶۳۸ كسان وژل شوی او ۳۵۷۰ نور هم ژوبل شوی دی. د دغه وزارت وياند وايی ؛ په وژل شويو كې ۴۵۳۵ ملكيان او نور پوځيان او پوليس دی .
د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس،چې له الميادين خبری چينل یې نقلوی چې د مصر اخوان المسلمين وايی چې په ددغو نښتو كښې څه دپاسه دری زره كسان د پوځيانو لخوا وژل شوی او له يوولسو زرو زيات ژوبل شوی دی.
د مصر په اسكندريی كښې هم ۳ كسان وژل شوی او ۵۵ كسان ژوبل شوی دی .
د مصر د كورنيو چارو وزارت پوليسو ته امر كړيدی له مظاهره كوونكو او حكومتی اعتراضونو سره د مقابلې لپاره خلك مخامخ ويشتلای شی .
له بلې خوا د كابينې پرونۍ غونډې هم د مرسی پلويان په ترهګرۍ او بربريت متهم كړيدی. د پوليسو لخوا ترسره شوی د تصفیې عمليات ددې سبب شول، چې په قاهرې كې دمرسی د پلويانو دوه تحصن ځايونه پاك كړای شی.
جهاد الحداد وايی د حكومت له وژونكو عملياتو څخه وروسته، خلك خورا زيات احساساتی او هیڅوك یې مخه نشی نيولی. په سلګونو مړې د قاهرې په جومات كې ایښودل شوی او د كورنۍ ژوندی غړی یې هڅه كوی چې په مړو د يخ كیښودلو په واسطه، د بوی مخه ونيسی.
فرانسی ،انګلستان او استراليا د مصر په اړه د آمنيت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه كړی وه،چې دغه غونډه هم له تړلو دروازو شاته پيل شوی ده،او تر اوسه یې كوم خبر نشته .
له بلې خوا امريكا ولسمشر بارك اوباما له مصريانو سره ددوی روان د "Bright Star" عمليات لغوه كړيدی خو د امريكا د هغو ۱٫۳ بليون ډ‌الرو په اړه یې هیڅ نه دی ويلی چې دوی یې د مصر پوځ ته په كلنی ډول وركوی.
په يوې اعلامیې كې د امريكا ولسمشر بارك اوباما د مصری پوځ لخوا ترسره شوی عمليات په سختو ټكو كې غندلی دی. تر دې دمه پورې امريكا د مصر د پوځ لخوا د مرسی پرځول كودتا نه ده بللې او خپلې دوې مخۍ ته یې ادامه وركړيده.
پاكستان هم د مصر په بيلا بيلو سيمو كښې د ملكيانو په وژلو اندیښنه ښودلی او خارجه وزارت یې ويلی دی د مصری پوځيانو لخوا د خلكو په وژلو ژوره خواشينې څرګندوی تركیې هم له مصر څخه خپل سفر ورغوښتی دی او د ملګرو ملتو د بشری حقوقو كميشنری ناوی پيلای هم د مصر ل په پوځ نيوكه كړی چې ملكيان وژنی او ويلی یې دی،دغه چاره جنګی جنايت دی او بايد خپلواكه څیړنې وشی .
1273122
captcha