د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس،روحانی خپله كلبينه يوه منسجمه او واحده كابينه وبلله او زياته ېې كړه ټول وزيران د ايران حساسو او بحرانی شرايطو ته په پام سره له پوهو او متخصصو شخصيتونو ټاكل شوی دی .
نوموړی څرګنده كړه د ټآكنو پر مهال خپلو ټولو وركړيو ژمنو ته متعهد دئ او په اقتصادی سياسی برخو او د ښآريزو د روا آزاديو د تامين او خلكو او ټولنې ته د سوكالۍ د دالۍ كولو لپاره به هڅې او هاندې وكړی
هغه پر ايران غير منصفانه بنديزونو ته هم اشاره وكړه او زياته ېې كړه د ايران د عزت او اقتدار ساتل د نوموړی د بهرنی سياست تر ټولو مهمه موخه ده او غواړی له نړيوالو سره د متقابل درناوی په چوكآت كې په سوله او دوستۍ ژوند وكړی .
هغه د مصر حالاتو ته هم اشاره وكړه او زياته ېې كړه د مصر فوځيان بايد پوه شی چې د مصر ولس آزادی غوښتونكئ ولس دئ چې اسلامی او اسلامی ديموكراسی غواړی او ځپل او وژل ېې له شان سره مناسب نه دی .
هغه له ټولو نړيوالو وغوښتل چې د مصر د خلكو روا حقوقو ته درناوئ وكړی .
1273124