د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، چې دبحرين دالوسط ورځ پاڼی یې نقلوی چې د بحرين ولس په داسې حال كې چې آل خليفه رژيم امنيتی مامورانو په درست بحرين كې سخت امينتی ديوالونه جوړكړی او كابو ټول واټونه ئې دبلاكونو په لګولو سره بند كړی دی خو بيا هم دبحرين انقلابی ولس دخپل پاڅون دكليزې په مناسبت اعتراضونه اومظاهرې پيل كړی او په ځينوسيمو اوښارونو كې له پوليسو او تالی څټو امنيتی مامورانوسره نښتی هم دی چې ويل كیږی يو شمير كسان پكې ټپيان شوی دی
راپورونه ښئ په زياتره ښارونو په تيره بيا په پلازمينې منامې كې زغرګاډی ټينكونه او پوځی ځواك ددې ښودنه كوی چې په بشپړ ډول پوځی حكومت اعلان شوی او خلكو ته دتګ راتګ اجازه نه وركوی او دازغن تارونو په خورولو سره ئې ټولې لارې تړلی دی
ويل كیږی په بيلابيلو ښارونو كې مظآهره كونكو دآل خليفه رژيم په ضد شعارونه وركړی او دخپل پاڅون دغوښتنوتر پوره كيداپورې ئې پخپل هوډ ټينګار كړی دی
1272822