IQNA

د مصر اخوان المسلمين نن په پلازمينې كښې دغوسې ورځ د لمانځلو غوښتنه وكړه

17:21 - August 16, 2013
د خبر لمبر: 2575747
نړيواله ډله: د مصر اخوان المسلمين ډلې په پلازمينې كښې دغوسې ورځ دلمانځلو غوښتنه وكړه او داپه داسې حال كښې دی چې ددغه ډلې داعتراضيه غونډو پرضد دمصر دپوليسو لخوا په سختو او تاوتريخجنو اقداماتو كښې تراوسه له شپږ سوه(۶۰۰) څخه زيات كسان وژل شوی دی . ملګرو ملتونو د مصر د حكومت او اخوان المسلمين ډلې لخوا د زيات زغم ښودلو غوښتنه كړی ده.
د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، چې له مصری ورځ پاڼې صدی البلد یې نقلوی چې د مصر د اخوان المسلمين ډلې ويندوی الحداد په ټویټر اينټرنیټ سایټ باندې يوې بيانیې كښې وويل دكودتا پرضد مظاهرې به دپلازمينې قاهرې له ټولو جوماتونو روانې شی او د رامسيس چوك په لور به ورشی .
د مصر د اخوان المسلمين ډلې لخوا نن د مظاهرو د ترسره كيدا غوښتنې د نورو نويو تاوتريخوالو د رامينځته كيدا اندیښنه زياته كړی ده .
په تيرې چهارشنبې ورځ دمصر په پلازمينې قاهرې كښې دپرلتې وهونكو او اعتراض كونكو پرضد دپوليسو او عسكرو په اقداماتو او نيغ په نيغه ډزو كښې له شپږ سوه (۶۰۰) څخه زيات كسان وژل شوی دی او داورځ په تيرو څو لسيزو كښې دمصر په تاريخ كښې يوه خونړۍ ورځ ثبت شوی ده .
پرون هم دمصر په امنيتی ځواكونو حملې شوی او په سينا دښتې كښې اووه (۷)حكومتی عسكر وژل شوی او يو (۱) بل پوليس هم په اسيوت سيمه كښې وژل شوی .
څرنګه چې په مصر كښې بیړنی حالت ټينګ دی او په ډيرو ولايتونو كښې دشپې په مهال ګرځبنديز يا كرفيو لګيدلی ده دكورنيو چارو وزارت پوليسو ته حكم وركړی كه چيرې دكومو كسانو لخوا په كومې حكومتی ودانۍ حمله وشی نو نيغ په نيغه ورباندې ډزې و كړې .
1273177
captcha