IQNA

كرمانی: د ايران قوم د رهبرۍ په هوښيارو تدبيرونو سره د دښمنانو پر ټولو دسيسو برلاسه شوی دی

17:21 - August 16, 2013
د خبر لمبر: 2575748
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه لنډ مهاله خطيب آيت الله محمد علی موحدی كرمانی نن دجمعې لمانځه په خطبوكې دايران داسلامی جمهوريت دحكومت دوزيرانو مسئوليت ډير دروند وباله او وې ويل ، دحكومت دكابينې غړی بايد دځپلو دندو په ترسره كولو كې هڅانده ووسی او پرخپلو وزارتونو دې بشپړ څارنه ولری
د ايران د قران خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د تهران دجمعې لمانځه خطيب روښآنه كړې دايران ملت داسلامی انقلاب له معظم لارښوده په تابيعيت سره تر اوسه پورې توانيدلی دی پر هغو ټولو ستونزو اوچلينجونو چې ددښمن له خواپرې تپل شوی برلاسه شی
هغه دغه راز دخپلو خطبو په بلې برخې كې دمصر په ورستيو وژلو اوشخړو دخواشينۍ په ښودلو سره ددغه هيواد له سياسی ،دينی ،علمی اوسياسی شخصيتونو او چارواكو وغوښتل دوينو بهيدا دمخنيوی لپاره دې دزياتو اغيزمنو تدبيرونو په غوره كولو سره ګامونه پورته كړی .
آيت ا... كرمانی دمصر دپوځ په كړچار په نيوكو سره ددغه هيواد پوځی مشرانو ته سپارښتنه وكړه دمنطقی دریځ په غوره كولو سره دې دعمومی افكارو په نزد دكركې اونفرت مخه ونيسی ځكه په مصر كې دنښتو اووشخړو دوام له وژلو او تاوانونو پرته بله نتيجه نه لری ځكه دمصر په اوسنيو حالاتو كې پردی قدرتونه بشپړ رول لری او په اوسنيو شرائطو كې بايد هڅه وشی دمصرټول لوری او ډلې دبحران دختمولو لپاره سوله ايزې خبرې اترې ترسره كړی
دتهران دجمعې لمانځه خطيب همداراز دفلسطين دكورواكه تشكيلاتو اوصهونيسټ رژيم ترمينځ دسازبازروانې خبرې اترې دفلسطينيانو په ضد دصهونيسټانو پر جنايتونو دسرپوښ كیښودلو لپاره يو اقدام وباله و ټينګار ئې وكړ فلسطيينان هوښيار اوځير دی او دغه خبرې اترې دهغوی استاذو په شتون سره كیږی چې دددوی دمنلو وړ نه دی او په چورلټ ډول ئې ردوی . هغه دلبنان پر ونۍ چاودنې هم وغندلې او دا ئې دلبنان دولس لپاره يوه ستره غميزه وبلله .
آيت ا... كرمانی دعربستان په مدينې منورې كې د تكفيری وهابيانوپه لاس په جنت البقيع كې آيمه معصومين عليهم السلام دحرم دړنګولو كليزه هم داسلامی نړۍ په تيره بيا داهل تشيع لپاره يوستر مصيبت وباله او روښآنه ئې كړه تكفيريان به هیڅكله په زړونو كې داهل بيت عليهم السلام مينه اوعشق كم نه كړائ شی
1273244
captcha