IQNA

ايت الله خامنه ای: د پرديو لاسوهنه د سيمې د مشكلاتو اصلی علت دی

17:23 - August 26, 2013
د خبر لمبر: 2580634
سياسی او ټولنيزه ډله: حضرت آيت الله العظمی خامنه ای نن سهار د عمان د باچاه او ورسره پلاوی په كتنې كې ،د سيمې شرايط له كشالې سره مخ وبلل او وې ويل، ددې وضعيت اصلی علت ، دپرديو بيلابيلې لاسوهنې دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس، ايت الله خامنه ای د سيمې يوه خطرناكه مسله، د هيوادونو په سياسی اختلافاتو كې دمذهبی او فرقه ای مسلو ګډول وبلل و زياته یې كړه،په خواشنۍ سره د سيمې د ځينو هيوادونو په ملاتړ،يوه تكفيری ډله رامنځته شوې چې له ټولو مسلمانو ډلو سره ښكيله ده .
هغوی جوته كړه،د دې بهير ملاتړی بايد پوه شی چې دغه اور به د هغوی خپله لمنه هم وسوځوی.
ايت الله خامنه ای په دې په ټنیګار سره چې صهيونست رژيم په سيمې كې يو دايمی ګواښ او د امريكا له هر اړخيز ملاتړه هم برخمن دی،جوته كړه،صهيونست فاسد رژيم ،د ډلو وژونكو خطرناكو وسلو د ګودامونو په لرلو سره، دسيمې لپاره جدی ګواښ دی.
د اسلامی انقلاب ستر مشر وويل، سيمه عمومی امنيت ته اړتيا لری، او دغه مهم هدف، يواځې د ډلوژونكو وسلو د واقعی بندولو سره تحقق پيدا كوی.
حضرت آيت ا... العظمی خامنه ای همداراز د ايران او عمان دوستان روابطو او ښه مخينې ته په اشارې سره چې د ايران د ملت په ذهن كې د عمان له حكومت او هيواده پاتې ده،ټينګار وكړ، په بيلا بيلو برخو په تيره بيا د تيلو او ګازو په زمينې كې د د واړو هيوادونو د روابطو د لا پراختيا بيلابيلې زمينې شته دی.
د عمان باچاه سلطان قابوس هم په دې كتنې كې د اسلامی انقلاب له ستر مشر سره له كتنې دخوشحالۍ په څرګندولو سره ، دعمان او ايران روابط، د دواړو كلتوری او تاريخی پيوندونو ته په اشارې سره ډير ښه وبلل او وې ويل، د ايران د ولسمشر په كتنې كې د اقتصادی ، انرژۍ او ترانزيت په شمول په بيلابيلو برخو كې د روابطو پراختيا وجاجول شوه .
هغه د د سيمو حساسو شرايطو او د صهيونست رژيم ګواښ په هكله ، د رهبرۍ دستر مقام دخبرو په تاييد سره وويل، له اوسنيو شرايطو د وتلو لاره ، د سيمې دخلكو د اړتياوو په نظر كې نيولو او د سيمې د هيوادونو ملګرتيا ته ضرورت لری.
1278343
captcha