IQNA

ايت الله خاتمی د شام بدلونونه د امريكې د ليبرال ډموكراسۍ د اندونو پايله وبلله

18:15 - September 06, 2013
د خبر لمبر: 2585215
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب، په سوريه كې را مينځ ته كېدونكی بدلونونه د امريكا په مشرۍ د لويدیځو هېوادونو د ليبرال ډموكراسۍ د اندونو پايله وبلله.
د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب، آيت الله احمد خاتمی د سوریې پرضد ددښمنو هېوادونو په ځانګړې توګه امريكا د ګواښونو او په دې هېواد كې د وژنو ددوام د غندنې ترڅنګ وويل: هغه څه چې په سوريه كې رامنځ ته كېږی د لويدیځ د ليبرال ډموكراسۍ د كړغیړنو او دښمنانه اندونو پايله ده.

د تهران د جمعې لمانځه خطيب زياته كړه چې كابو ۳۰ مياشتې كېږی سوريه د امريكا، صهيونيسټ رژيم، عربستان، تركیې او قطر تر له ملاتړه د برخورو ترهګرو د تېريو په اور كې سوځی او د ښځو او ماشومانو په شمول په زرګونو بې كناه انسانان قتل عام شول.

ښاغلی آيت الله خاتمی، په سوريه كې د القاعدې له ترهګرې ډلې سره د امريكا د هرډول مرستو په انكار كې د امريكا د بهرنيو چارو وزير وروستۍ څرګندونې ستر دروغ وبلل او ویې ويل چې د كره شواهدو او اسنادو پربنسټ، القاعده د خپلو ترهګرو عملياتو لپاره د امريكا او ددغه هېواد د سيمه ييزو ملګرو هېوادونو له خوا مالی او وسله والې مرستې ترلاسه كوی.

د تهران د جمعې لمانځه خطيب ددې په بيانولو سره چې القاعده په سوريه كې د امريكا د سياستونو اجرا كونكې ده، ټينګار یې وكړ چې امريكا اوس په داسې حال كې په سوريه كې خپلو موخو ته د رسيدو لپاره له القاعدې څخه ملاتړ كوی چې څو كاله وړاندې یې له القاعدې سره د مبارزې په شعار او پلمې سره پر افغانستان بريد وكړ.

ښاغلی آيت الله خاتمی د انسانيت له سرې كرښې څخه د سوریې د ولسمشر، بشار اسد د تېرېدو په اړه د امريكايی چارواكو ادعاګانې تش دروغ وبللې او ویې ويل: هغه شكنجې او جنايتونه چې په ګوانتانامو او په عراق او افغانستان كې د امريكا په نورو پټو زندانونو كې ترسره كېږی، امريكا یې په نړۍ كې د بشری حقوقو د ترټولو ستر سرغړونكې په توګه معرفی كړې ده.

د تهران د جمعې لمانځه خطيب پر سوريه د پوځی بريد لپاره د امريكا د پرېكړې د لامل په اړه وويل چې امريكايان د بشر اسد د پرځولو لپاره د خپلو چلونو او دسيسو د ماتې له ليدلو وروسته اوس پوهېدلی دی چې په سوريه كې خپلو موخو ته د رسيدو لپاره، پردغه هېواد له بريد پرته بله چاره نه لری.

ښاغلی آيت الله خاتمی د خپل ملت پرضد د كيمياوی وسلو په كارولو د سوریې دولت تورنول د نه منلو وړ او پردغه هېواد د بريد لپاره پلمه وبلله او زياته یې كړه: هغه دولت او پوځ چې په دې وروستيو مياشتو كې د سوریې د مخالفينو پروړاندې پرله پسې برياوې ترلاسه كړې دی، هیڅكله د كيمياوی بمونو كارولو ته اړتيا نه لری.

د تهران د جمعې لمانځه خطيب همدارنګه د عراق په ختیځ، دياله ولايت، په اشرف اډه كې د منافقينو له ترهګرې ډلګۍ سره د ترور د قربانيانو د بچيانو د وروستيو نښتو په اړه وويل چې ددې ترهګرې ډلګۍ لاسوونه د عراق او ايران د زرګونو كسانو په وينو سره دی او د هغوی جنايتونه د ترور د قربانيانو د بچيانو لپاره هیڅكله د هېرولو نه دی.
1283401

captcha