د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو رپوار پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای نن د درست هيواد د جمعې لمانځه له امامانو سره په كتنې كې د ايران او نړۍ موضوعګانو ته د حقيقت پال او پراخ نظر د اهمیَت د څرنګوالی په بيانولو سره وفرمائيل ، لويدیځ د استعمار په پړاؤ كې د اسلامی نړۍ پشمول پر ختیځ خپله سياسی، كلتوری او اقتصادی سلطه وغزوله او د علمی او ټيكنالوجيكی پرمختګونو په وسيله ئې داسې القاء كړه چې لودیځی نړۍ دټولو محاسباتو بيلګه او مركزيت دی
ښاغلی حضرت ايت ا.. العظمی سيد علی خامنه ای همداراز وويل دوی حتی جغرافيائی مجاسبات هم دلودیځی نړۍ دخونديوالی او برلاسی په اساس بدل كړل او دمنیځنی ختیځ ،نزدې ختیځ او ليرې ختیځ په څير ناسم ااصطلاحات ئې رامينځةكړل .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود داستعمار دپړاؤ په وسيله دلودیځ مطلق حاكميت ته په اشارې سره زياته كړه . په دغه ډول شرائطو كې چې دايران پشمول دسيمې ټول هيوادونه دمادی دنيا اولودیځ تر سلطې او اغيزو لاندې وو ، دايران اسلامی انقلاب اسلام اوقرآنی اساس او اصولو ته دپابندۍ او مطلقې خپلواكۍ په اساس بريالی شواودلودیځوالوتاريخی اډاڼۍته ئې سخت ګوزار وركړ
د اسلامی انقلاب معظم لارښودپه سيمې اواسلامی نړۍكې دايران د اسلامی انقلاب اغيزواوهغه اسلامی اودينی هویَت ته په اشارې سره چې دغه انقلاب ملتونو ته وركړی زياته كړه،دايران داسلامی انقلاب تفكر او هویَت سوكه سوكه پراخيدالودیځوال ډيراندیښمن كړی دی او دوی داسلامی تفكرله ژوروالی سره په يووخت خپلې دسيسې او پلانونې هم لاپيچلی او ژورې كړې .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ دسيمې او اسلامی نړۍ اوسنی شرائط داسې دی چې لودیځوال خيال كوی داسلامی انقلاب له تفكرسره په مقابلې كې وروسته پاتې دی او په همدې اساس ئې خپل ټول توان كارولی دی څو دغه وروسته پاتيوالی جبران كړی
ښاغلی حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای وفرمايل په دغه ډول شرائطو كې داسلامی ویښتيا حركت هم په سيمې كې پيل شو او لودیځوالو چې ځانونه ئې داسلامی تفكر له حركته وروسته پاتې وليدل ،نو په سربدالۍسره له اسلامی ویښتيا اوسياسی اسلام سره دمقابلې لپاره ډګر ته راووتل . اسلامی انقلاب معظم لارښود دايران اسلامی جمهوريت له اسلام سره دمادی نړۍ دمخامخيدا په ډګر كې :فتح الفتوح : وباله او زياته ئې كړه دغه فتح الفتوح هماغه راز په قدرت او پياوړتيا سره وجود لری او ارزښتونو او اصولو ته ددرستو اورګانونو لازياته پابندی او لازيات داخلی انسجام به دغه فتح الفتوح او اقتدار په چورلټ ډول تاوان نه موندونكی كړی
دوی همداراز ټينګا روكړ بايد دلودیځی نړۍ په وړاندې مقتدر او پياوړی شو ځكه دوی ښودلې ده چې په هيچا رحم نه كوی او پخپل ظاهر ښه كولو سره او دبشری حقوقودادعاګانو په اپوټه ،دميليونونو انسانانو وژل به هم ددوی وجدان باندې هیڅ اغيزې ونكړی
حضرت ايت ا... العظمی سيد علی خامنه ای ظاهرښودل او دروغ دلودیځی سياستوالانو يو خوی وباله او زياته ئې كړه ، دقضیې باطن دادی چې لودیځوال دهيروشيما اوناګاساكی په عامو وژلو ، په لومړی اودوهم نړيوال جنګ كې دميليونونواانسانانو پر وژلې او همداراز دپاكستان ،افغانستان اوعراق دبې ګناه خلكو په وژلو هیڅ خپګان نه احساس كوی او په راتلونكی كې به هرچرته ئې چې ګټې وی ، د بېګناه انسانانوله وژلو ډډه ونكړی ،پردې اساس بايد په بيلابيلو حكومتی سياسی ،اقتصادی او ولسی ډګرونو كې خپل باطنی او داخلی قدرت زيات شی
1285349