IQNA

د ايران ولسمشر ښاغلی روحانی نړۍ د پايداره سولې لپاره ائيتلاف ته وروبلله

11:35 - September 25, 2013
د خبر لمبر: 2594969
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر د ملګرو ملتو په عمومی ټولنه كښې په ويناكښې نړۍ د پايداره سولې لپاره ائيتلاف ته وروبلله
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر حسن روحانی، د ملګرو ملتو د عمومی ټولنې په ناسته كښې په وينا كښې وويل د نړۍ په بيلا بيلو سيمو كښې د جنګ لپاره د ناكارنده ائيتلافونو په ځای، په درسته نړۍ كښې د پايداره سولې لپاره د ائيتلاف سوچ وشی .
د اسلامی ايران ولسمشر په دغه وينا كښې د سيمې او نړيوال نظام اوسنې حالات او شرايط په ډير ښه ډول په ځيرتيا سره بيان او له اوسنيو حالاتو څخه د نړيوالې ټولنې د وتلو لپاره یې وړانديزونه او حل لارې وړاندې كړی .
روحانی د ايران پرضد د لويدیځ د بنديزونو په اړه وويل، دغه بنديزونه د مسلمو بشری حقوو د هغو له جملی سولې د حق،روغتيا ته د لاس رسی دحق ، روزنې د حق او له ټولو مهم د ژوند د حق خلاف ورزی ده ، د بنديزونو پايله له هر ډول لفاظی او يا بيلا بيلو كلمو له كارولو سره سره، د انسانانو نابودی، جنګ غوښتنه او اوربلونه ده ،دغه اور يوازې د بنديزونو د قربانيانو ژوند نه اخلی،بلكه د بنديزونو د لګوونو ټولنو د خلكو په ژوند او اقتصاد هم اغيز كوی .
د اسلامی ايران ولسمشر د دغه د سوله ايزو اټومی فعاليتونو په اړه وويل،د ايران د طبيعی،روا، قانونی او مسلم حق منل ،د رهبرۍ د ستر مقام په وينا د دغه موضوع تر ټولو ساده حل لاره ده ،دا يو سياسی شعار نه دی،بلكه په ايران كښې د ټكنالوژۍ د ژورې پيژندنې، نړيوالو شرايطو،د بې پايلو لوبو د پای، او ګډ آمنيت او تفاهم ته د رسيدو لپاره د ګډو ګټو او هدفونو د ترلاسه كولو داړتيا پر اساس دی .
ښاغلی ډاكټر حسن روحانی زياته كړه،اټومی او ډلوژونكی وسلې دايران په پوځی تګ لارې كښې ځای نلری او زمونږ له دينی او اخلاقی اصولو سره په ټكر كښې دی .
هغه د خپلې وينا په بله برخه كښې،د دوو هيوادونو آمريكا او ايران رول ته اشاره وكړه او ويی ويل ايران له نوروهيوادونو سره د ګډو ګټو او متقابل درناوې پر اساس په رغنده تعامل پسې دی او په دې چوكاټ كښې له آمريكا سره د تاوتريخوالو په زياتيدو پسې نه دی .
روحانی دې ته په اشارې سره چې نن مې په ځيرتيا سره د اوباما خبرې تعقيب كړی وويل،كه د آمريكا مشران سياسی هوډ ولری،د جنګ غواړو زور اچونكو ډلو د ګټو له تعقيبولو لاس واخلی، نو د اختلافاتو د آوارې لپاره چوكاټ ته رسيدلای شو . په دې چوكاټ كښې بايد متقابل درناوی،پيژندل شويو مسلم حقوقو ته درناوی او برابر دریځونه اساس وی ،البته په دې ز مينه كښې له واشنګټن زمونږ تمه د واحد آواز اوريدل دی .
د اسلامی ايران ولسمشر په دې زمينه كښې سپيناوی وكړ ، په دغو كلونو كښې په پرله پسې ډول يو آواز اوريدل شوی ،چې دړ جنګ انتخاب په ميز دی ،خو نن پریږدۍ چې د دغه ناكارنده او غيرقانونی خبرې په ځای ووايم،چې سولې ته لاس رسی شته .
ښاغلی روحانی د خپلې وينا په دوام كښې زياته كړه په افغانستان كښې پوځی لاسوهنه،د ايران پرضد د صدام حسين تپلی جنګ،د كویټ نيواك،د عراق پرضد پوځی اقدام،د فلسطين د خلكو پرضد ځپونكی تاوتريخجن چلند، په ايران كښې د سياسی شخصيتونو او عادی خلكو وژل او ترورول، د عراق، افغانستان او لبنان په څير د سيمې په هيوادونو كښې بمې چاودنې ،په دغه سيمه كښې په تيرو دريوو لسيزو كښې د تاوتريخوالو بيلګې دی .
روحانی زياته كړه هغه څه چې د فلسطين په خلكو تيریږی له پلان شويو تاوتريخوالو پرته پل څه نه دی ،فلسطين تر نيواك لاندی دی ،د فلسطينيانو لومړنې حقوق په غميزناك ډ‌ول تر پښو لاندې كیږی ،هغوۍ خپل مورنې ټاټوبې،كور او زیږنځای ته له ستنيدو محرومه دی .
هغه زياته كړه هغه څه چې د فلسطين په بې ګناه خلكو تيریږی بنسټيز تاوتريخوالی ښيی چې ورته د آپارټايد مفهوم او كلمه كم وزنه ښكاری.
د اسلامی ايران ولسمشر د ملګرو ملتو د عمومی ټولنې په غونډه كښې په وينا كښې وويل، په سوريه كښې انسانی غميزه زمونږ په سيمه كښې د افراط او تاوتريخوالو د غميزناكې پراختيا دردونكی بيلګه ده ،د دغه ناورين له پيله او له كله چې ځينو نړيوالو او سيمه ايزو لوبغاړو خپلې وسله والې او استخباراتې سرچينی سرزورو ډلو ته وركړی او هغوۍ یې پياوړی او دغه كړكيچ یې پوځی كړ ،نو مونږ ټينګار وكاوه چې د سوريی كړكيچ پوځی حل لاره نلری .
ښاغلی ډاكټر حسن روحانی وويل، مونږ د كيمياوی وسلو هر ډول كارول غندو ،د سوريی لخوا د كيمياوی سولو د منع د كنوانسيون له منلو هركلی كوو او باوری يو چې دغو سولو ته د سرزورو او ترهه ګرو ډلو لاس رسی ، د سيمې په وړاندې ستر خطر دی، چې بايد جدی پام ورته وشی .
هغه وويل له دې سره په يوه وخت د زور كارول او يا هم د ګواښ د غيرقانونی او ناكارنده بهير كارول ،به يوازې په سيمه كښې كړكيچ او تاوتريخوالی لا زيات كړی .
1293480

captcha