IQNA

د سوريي ترهګرو وويل ملی ائتلاف په رسميت نه پيژنی

12:41 - September 26, 2013
د خبر لمبر: 2595382
نړيواله ډله: د سوریې ياغيانو وويل چې د سوریې د ملی ائتلاف په نوم په خارج كښې هستوګنه مخالفان په رسميت نه پيژنی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، چې له إطلاع رسولو مركز «lemonde» یې نقلوی چې د سوریې د ولسمشر بشار اسد د حكومت د مخالفانو تر مينځ د درز په زياتيدا سره د سوریې د ازاد پوځ او د النصره ترهګرې ډلې په شمول يولس (۱۱)ياغی ډلو په يوې بيانیې كښې وويل د سوریې د ولسمشر بشار اسد هره مخالفه ډله چې له هيواد څخه بهر وسیږی او د سوریې له بلواګرو سره غږمله نه ده زمونږ استازی نه ګڼل كیږی او مونږ دغه ډلې په رسميت نه پيژندو .
په سوریې كښې دغو ترهګرو ډلو په خپلې بيانیې كښې ټينګار و كړ چې د ولسمشر بشار اسد مخالفان بايد له داخل څخه هدايت او رهبری شی .
كار پيژاندی وايی دغه بيانيه د پوځی ځواك د جوړولو لپاره د سوریې د باندې د بشار اسد د مينځ لارو مخالفانو هڅو ته ګوزار وركوی .
لويدیځ هيوادونه او په فارس خليج سيمه كښې د هغوې عرب متحدان د موقته حكومت او د سوریې د ملی ائتلاف په نوم د ائتلاف ملاتړ كوی او له هغوې غواړی چې د سوریې د ازاد پوځ په چورليزتوب سره په سوریې كښې له مينځ لارو ډلو جوړ يو پوځی ځواك جوړ كړی .
1293575
captcha