IQNA

امامی كاشانی : د مقدسې دفاع په ورځو كې د ايران د ملت قربانۍ وستايلې

16:47 - September 27, 2013
د خبر لمبر: 2595605
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت الله محمد امامی كاشانی په خپله خطبه كې وويل د ايران ملت د مقدسې دفاع په ورځو او د صدام د بعثی رژيم له خوا پر ايران د آته كلنې تپلې جګړې پر مهال د بشر په تاريخ كې يو بې ساری رول اداء كړ .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب په دې بيان سره چې په نړۍ كې دفاع بيلابيل ډولونه لری چې يو شمير ېې د خپلې خاورې او سرحدونو ساتل او يا د خپل هيواد پراخول وی،زياته كړه د ايران د ملت مقدسه دفاع د اسلام او خدای په لار كې يو حركت ؤ او په دې ورځو كې د ايران غيور ملت د خدای ج په لاره او د خپل استقلال اقتدار سر لوړۍ او سرحدونو ساتنې لپاره خپلې وينې نذرانه كړې او له خدای ج سره ېې د خپلو وينو په بيه معامله وكړه .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب همداراز د ملګرو ملتونود عمومی اسامبلې په ۶۸ مه غونډه كې د ايران د ولس مشر منطقی مستحكم او ځواكمن بيانات وستايل او هغه ېې د ايران د ملت د مظلوميت نښه وبلله او زياته ېې كړه استكباری هيوادونو من جمله امريكا په تيرو ۳۵ كلونو كې د ايران له ملت سره ظلم او زياتی كړی دی
آيت الله امامی كاشانی د ملګرو مكلتونو په عمومی اسامبله كې د امريكا د ولس مشر بارك آوباما وينا ته هم اشاره وكړه او زياته ېې كړه اباما وايی واشنګټن د ايران د اسلامی جمهوری نظام د را پرځولو نيت نه لری .هغه د اوباما دا خبرې بې هوده وبللې او زياته ېې كړه د ايران اسلامی نظام يو داسې نظام دی چې هويت ېې اسلامی دی او د له منځه ولو او راپرځولو نه دی .
1294373
captcha