IQNA

د امريكا ولسمشر د ايران له ولسمشر سره ټيلی فونی خبرې وكړې

17:22 - September 28, 2013
د خبر لمبر: 2596286
نړيواله ډله: د امريكا ولسمشر تايد كړه چې له ۱۹۷۹ ميلادی كال وروسته دلومړی ځل لپاره یې داسلامی ايران له ولسمشر سره ټيلی فونی خبرې كړی دی .
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس،چې د ايران اولس مشر د دفتر له ويب پاڼې یې نقلوی چې د امريكا ولسمشر باراك اوباما پرون مازیګر په سپينې ماڼۍ كښې خبريالانو ته وويل ما دايران له و لسمشر حسن روحانی سره له نيويارك روانيدا وړاندې ټيلی فونی خبرې كړی دی .

دامريكا ولسمشر باراك اوباما وويل دايران داټومی موضوع په باره كښې داختلافاتو حل به د ايران او امريكا داړيكو له سره پيليدا سره مرسته و كړی .

هغه و ويل هڅه كیږی چې امريكا دايران له ولسمشر حسن روحانی سره د تعامل په لاره كښې مثبت ګامونه پورته كړی .

ايسنا خبری اژانس هم وويل چې دامريكا ولسمشر باراك اوباما دايران له ولسمشر حسن روحانی سره په ټيلی فونی خبرو كښې دايران داټومی فعاليتونو او مختلفو مسايلو په باره كښې خبرې كړی دی .

دامريكا ولسمشر اوباما وويل ما په حسن روحانی ټينګار و كړ چې ايران او امريكا په اټومی زمينه كښې موافقې ته رسيدلی شی او دامريكا او ايران ولسمشرانو هم فيصله و كړه چې خپلو مركچيانو ته حكم وركړی چې له يو بل سره خبرواترو ته دوام وركړی .

دامريكا دسپينې ماڼۍ په ټویټر اينټرنیټ پاڼې يوه خبر كښې وويل چې ولسمشر باراك اوباما دايران ولسمشر حسن روحانی ته ټيلی فون كړی او په خبرو كښې د اټومی وسلې دحل په زمينه كښې بحث شوی دی .

دامريكا سپينې ماڼۍ په ټویټر سایټ وويل دايران ولسمشر حسن روحانی دامريكا له ولسمشر سره دټيلی فونی خبرو په پاې كښې اوباما ته په انګريزې ژبې وويل هيو ا نايس ډې(HAVE A NICE DAY) يعنی ښه ورځ درته غواړم او باراك اوباما هم په فارسۍ ژبه كښې ځواب وركړ خداخافظ يعنی دخدای په امان .

دايران او امريكا د و لسمشرانو ترمينځ ټيلی فونی خبرې دنړيوالو رسنيو په مهم خبر بدلې شوی او هغه یې يوه تاريخی پیښه وبلله .
1294480
captcha