سياسی ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله سيد احمد خاتمی نن دجمعې لمانځه په خطبو كې دايران په وړاندې دامريكا د وه ګوڼی چلند ته په اشارې سره وويل امريكائی چارواكو په داسې حال كې اعلان كړی له ايران سره دخبرو اترو هركلی كوی چې د امريكا ولسمشر په همدا روستيو كې د صهونيسټ رژيم له لومړی وزير سره په كتنې كې مدعی شوی د بنديزونو اعماليدو ايران د خبرو اترو ميز ته كاږلی دی.
د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب د ايران په ضد د پوځی حملې پشمول د ټولو ټاكنو پر ميز د شتون په باب د امريكا د ولسمشر څرګندونو ته په اشارې سره وويل د ايران ملت هم د امريكا او لودیځی نړۍ په وړاندې ټولې ټاكنې پرميز ایښی دی او د هغو يو مثال پر ايران د عراق د بعثی رژيم تپل شوی اته كلن جنګ او د اسلامی ايران پر خاورې د تيریګو ناكامی د ليدو وړ دی
ښاغلی آيت الله احمد خاتمی ددې خبرې په كولو سره چې داسلامی اينقلاب له بری تر اوسه پورې دايران دملت په ضد په بيلابيلو دسيسو كې دامريكا رول له ورايه ښكاری روښآنه كړه ، مړه دې امريكا شعار دايران دملت دمقاومت سمبول دی او تر څو دامريكا شيطنتونه دوام لری دغه شعاربه هم دايران په ملت كې پاتې وی او له امريكا به دايران دملت نفرت اوكركه ختم نشی
ښاغلی مولانا احمد خاتمی د ايران د داخلی پياوړو مولفو په توګه پر خدای باور، د ولسی ظرفيت شتون، د ولايت فقيه پياوړتيا، انصاف او شفافيت او د نيوكو د منلو د ادبياتوپه څير د مولفو په شميرلو سره هم وويل داخلی پياوړتيا او انسجام، د دښمنانو په وړاندې د ايران خورا پياوړی او ارزښمنه وسله ده او په دې وسيلې سره ئې تل د هغوی له دسيسو سره مقابله كړې ده
مولانا آيت الله احمدخاتمی هم دا راز د ايران په ضد د لودیځ سختو بنديزونو له اعماليدو سره سره په طبی، ایټمی او هوا فضا ډګرونو كې د ايرانيو متخصصانو او ځوانانو پرمختګونو ته په اشارې سره د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د تائيد په چوكاټ كې د ايران د اسلامی جمهوريت په بهرنی سياست كې له نوو خوځښتونو څخه خپل ملاتړ هم اعلان كړ.
1301360