IQNA

په مصركې د كودتا مخالفان او هم پلويان د عرفی په ورځ د عمومی مظاهرو غوښتنه كوی

10:50 - October 14, 2013
د خبر لمبر: 2603670
نړيواله ډله: د مصر د پوځی كودتا د ملاتړی موقتی حكومت پلويانو او مخالفانو د دغه هيواد له ټولو مسلمانانو غوښتی دی د قربانۍ د ستر اختر په مناسبت په دوه ورځې چټۍ كې دې عمومی مظاهرې ترسره كړی
د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز الشباب یې نقلوی چې راپور په اساس د مشروطيبت ډلې د دفاع لپاره دحكومت ضد ملی ائيتلاف د مصر له ټولو خلكو غوښتی دی نن او سبا دې د كودتاچيانو په ضد سترې مظاهرې وكړی .
هم دا راز د تمرد غورځنګ پلويان چې د موقتی حكومت ملاتړ كوی هم له خپلو ټول پلويانو غوښتی دی په دغو دوو ورځو كې پراخې ولسی مظاهرې وكړی او يو ځل بيا دې له موقتی حكومته خپل ملاتړ نندارې ته وړاندې كړی.
د مصر ښاريزو پرون هم په بيلابيلو ښارونو او ښارګيو كې د مظاهرو په جوړولو سره د دغه هيواد د موقتی او كودتاچی حكومت د مستعفی كيدا غوښتنه كړې .
په قاهرې كې په نصر ښارګی كې د مسجدالامام په وړاندې مظاهره چيانو د پوځيانو تر ملاتړ لاندې د حكومت په ضد سخت شعارونه وركړل او دهغو كسانو دسملاسی محاكمه كولو غوښتنه ئې كوله چې په هم دا وروستيو كې ئې په واټونو كې خلك وژلی دی.
د روان كال د جنورۍ په درويشتمه نیټه د محمد المرسی د حكومت له نسكوريدا وروسته د مصر بيلابيل ښارونه يو ځل بيا د هغه و پلويانو او مخالفانو د غونډيدا ډګرونه جوړ شوی او د دغه هيواد وضيعيت ئې يوځل بيا له خطرناكو پیښو سره مخامخ كړی دی.
1302834
captcha