IQNA

د افراطی ډله سره مقابله د اسلام ژورې پیژندو ته اړتیا لری

15:59 - December 09, 2014
د خبر لمبر: 2617053
نړیواله ډله: د اسلامی مطالعاتو او د نړیوالې سولې مطالعاتو موسسه په نوترادام پوهنتون استاد پروفیسر ابراهیم موسی باور لری چې د افراطی ډله سره مقابله د عمومی پوهتیا زیاتی سره د اسلام ژورې پیژندو ته اړتیا لرې.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Rakyat Post» خبرونو ویب پاڼه نه په نقل، موسی پرون د مالیزیی کښې افراطی ډله سره مقابله غونډه ته خپلې وینا کښې ؤ ویل: په کار دی خلک دې آسمانی دین نه زیات نه زیات او په ژوره توګه ځان خبر کړی.

ابراهیم موسی همدارنګه تاکید وکړو: مسلمانان نه باید هیڅکله اسلامی مینه، شفقت او دوستی سره مخالف اقداماتو سره ملګرتیا وکړی.

هغه زیاته کړه: مالیزیا یو وخت د نورو پرمختګ اسلامی هیوادنو لپاره نمونه وو، که د افراطی ډله مخنیوې ؤ نشو، نو دا مسئله به ډېر زر د ولس ګریبان ته لاس واچوه وې.

په دې غونډه کښې هم دارنګه د قرآن د آیتونو نه په ظاهر او مطلبی تفسیر کولو نه پرهېز باندې هم تاکید وشو.

http://www.iqna.ir/fa/News/2615861

بچوې: isis ، Takfiri ، arbaen ، داعش ، اسلام
captcha