قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د «aitnews.com» اطلاع رسوونکې ویب پاڼه نه په نقل، دا نړیواله مجازی اکادمی نړۍ کښې مسلمانانو کښې د قرآن پوهنې په هدف سره پیل شوی.
د دې نړیوالې مجازی اکادمی مسئولانو او متولیانو الراجحی اعلان کړی: دا اکادمی یو نړیواله پوهنیز مرکز دی، چې د قرآن پوهنو او ښودنو او قرائت په حقله فعالیت کوی او هغه کسان چې قرآن ښودنو اجازه لری او په دې کښې ځانګړیتیا لری په دې اکادمی کښې به د قرآن قرائت ښودنه او پوهنې وړاندې کوی.
د دې اکادمی مسئولانو اعلان کړی: د دې کار شروع کولو هدف د قرآن ښودنو کښې خپله ذمه داری ادا کول او د نړۍ په ګوټ ګوټ کښې مسلمانانو ته د قرآن ښودنه ده.
د قرآن قرائت ښودنه په لس قسمه قرائت په ریاض کښې له اته کاله وړاندې شروع شوی، او هم له دې وجه الراجحی جومات دا اکادمی پیل که چې د نړۍ نور مسلمانانو کښې هم دا ښودنې او پوهنې وړاندې کړی.
د دې اکادمې ښودنه به په څلورو برخو کښې وی، چې ړومبۍ برخه به د هغه کسانو لپاره وې چې صحیح یادولو او حفظ کولو باندې احاطه وکړی، او دویمه برخه کښې د هغه مسلمانانو سره ځانګړیتیا لری چې غواړی قرآن کریم حفظ کړی چې په دې برخه کښې له دې لپاره په ځانګړی طریقه نظر کښې اخیستلې شوی.
درېیمه برخه کښې د قرآن تلاوت په ښکلې آواز کښې او حفظ کول او صحیح قرائت سره تلاوت کوونکو لپاره پیل کېږی او څلورمه برخه به نوې مسلمانان شوې کسانو لپاره چې د قرآن لنډی سوره لکه سوره حمد او نورې وړې سوره یادول غواړی پیل کېږی.
په دې کښې ګډون کوونکې له ټول نړۍ نه د دې کال ۲۲ آذر میاشته نه تر څلورم دی میاشته پورې فرصت لری چې «http://grajhiacademy.org» دې ویب پاڼه په وسیله شرکت کولې شی او په دې نړیواله مجازی اکادمی کښې خپل نوم په لیک کولی شی.
یادښتونه: الراجحی جومات یو الکټرونیکی بنسټ دی چې لیدوونکې کولې شی دې ویب پاڼه کښې د جومات نور فعالیتونه او قرآنی او حدیثی پوهنې د جومات له کتابتون نه ترلاسه کړی.
http://iqna.ir/fa/News/2617224