IQNA

مراکش کښې د قرآنی نړیواله مقابلو لسمې دوره شروع شوه

3:08 - December 25, 2014
د خبر لمبر: 2626636
نړیواله ډله: د قرآن کریم د تفسیر، حفظ، ترتیل او تجوید نړیواله مقابلې لسمه دوره په مراکش کښې له پرون د دی میاشته دویم تاریخ باندې په کازابلانګا ښار کښې پیل کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د منارة ویب پاڼه نه په نقل، د قرآن کریم د تفسیر، ترتیل، حفظ او تجوید نړیواله لسمه مقابلو دوره د ملک محمد ششم په نوم پرون د دی میاشته دویم تاریخ باندې د مراکش کازابلانکا ښار کښې د ۳۷ اسلامی او عربی هیوادونو نه د ۵۰ مقابله کوونکو په شتون کښې شروع شوه.

د مراکش د اوقاف او اسلامی کارونو اداره وزیر احمد توفیق، د مقابلو پرانیستا په حقله خپلې ویناوو کښې دا جایزه د مراکش د باچا قرآن کریم حفظ کول عنوان کړه، او ملک محمد ششم قرآنی جایزه یې لسمې دوره کښې د عربی او اسلامی هیوادونو قرآنی رقابت نښه او اهمیت وګڼله.

د دې مقابلو منصفه پلاوی مشر محمد جمیل هم د دې مقابلو پرانیستا مراسمو په اړه خپل ویناوې کښې ؤ ویل: د دی کال مقابلې د ګډون کوونکو کیفیتی سطح ښه کولو باندې پخپله شاهدې دی او منصفه پلاوی به د مقابلو سره سره علمی غونډی به له دې مقابله کوونکو سره پیل کوی.

هغه زیاته کړه: د ګډون کوونکې نحو، تفسیر، بلاغت او فقهی احکامو او قرآنی علمونو کښې ارزیابی د دې مقابلو د فعالیت یوه بله برخه ده.

محمد جمیل مبارک څرګنده کړه: د دې مقابلو منصفه پلاوی د مراکش، تونس، مصر، عربستان او د اردن هیوادونو نه دی او دا مقابلې به په دوه برخو کښې د قرآن کریم ټول حفظ سره د تجوید او تفسیر د ۱۹ او ۲۰ سپارې او د تجوید برخه سره د ۵ قرآنی حزبه کښې پیل کېږی.

په دې مقابلو کښې شرکت کوونکې د الجزایر، تونس، لیبی، موریتانی، مصر، سینګال، بحرین، فلسطین، کویت، مالی، عمان، لبنان، بحرین، قطر، یمن، پاکستان، مالیزیا، جزایر کومور، اندونیزیا، روس، نایجریا، نیجر، مرکزی آفریقا، ساحل عاج، برونئی، ګامبیا، اردن، کامرون، کنګو، چاد، امارات، سوډان، ترکیه او مراکش او ... هیوادونو نه شتون لری.

د دې مقابلو د نتیجه اعلان به نن ۴ دی ماه باندې د کازابلانکا ښار یو قرآنی محفل کښې اعلان کېږی.

http://iqna.ir/fa/News/2625242

captcha