قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، غربی آسیا څانګه، د پیغمبر صلی الله علیه واله میلاد نزدېکت سره په ټول پاکستان کښې د جشن میلاد پروګرامونه او د قرآنی قرائت او د نعت مقابلې سر ته رسېدلی.
هم دې مناسبت سره د قرآن قرائت او پښتو ژبه کښې د نعت خوانی مقابلې د پاکستان سوات مینګوره ښار کښې پیل شوی، چې په کښې یو شمېر محصلانو ګډون وکړو.
دا مقابلې د مینګوری پوهنځې سالون ودودیه کښې پیل شوې او په اخیره کښې ګټونکو ته ښه انعامونه ورکړی شو.
د مینګورې پوهنځې مشر سید ظاهر شاه په دې مراسمو کښې د پیغمبر صلی الله علیه و آله میلاد باندې مبارکتیا ویلو سره او د دې مقابلو ارزښت ته اشاره سره ؤ ویل: د دې پوهنځې کارکوونکو همت او مرسته سره به دا تعلیمی اداره ډېره زر د هیواد نوم وتلې پوهنځې کښې بدله شی.
2670563