IQNA

د ترکیه ایاصوفیه جومات کښې ښکلی لیک کښې د قرآن نندارتون

0:08 - April 14, 2015
د خبر لمبر: 3138523
نړیواله ډله: د پیغمبر صلی الله علیه و آله سره عشق په عنوان نندارتون د جمعه د ورځې د ترکی استانبول ښار تاریخی موزه او جومات ایاصوفیه کښې خپل کار شروع کړو.


قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Daily Sabah خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، په دې نندارتون کښې قرآنی آیتونه او د حضرت محمد صلی الله علیه و آله حدیثونه او د پیغمبر صلی الله علیه و اله په حقله ویناوې په ښکلې لیک کې لیکلی شوی او ننداره لپاره وړاندی شوی.





دا لیکل په کوفی لیک، محقق، ثلث، دیوانی، ریحانی، نسخ او تعلیق ښکلی لیک کښې په ښایسته ډول لیکلی شوی.

دا لیکل له دې نه وړاندی په نیویارک او کوبا کښې هم ننداره لپاره وړاندی شوی وو.

د نندارتون پیل کوونکو د وینا په رڼا کښې د پیغمبر صلی الله علیه و آله سره عشق نندارتون به په راروان وخت کښې د برازیل، ارجنټاین او اسټرالیا کښې پیل کېږی.

ایاصوفیه په استانبول ښار کښې یو تاریخی ځې دې چې ۵۳۲ کاله مخکې د بیزانس امپراتور په دور کښې د ړومبۍ لوی کلیسا په توګه جوړ شوی وو.

خو بیا ورستو عثمانی امپراتوری کښې جومات ته بدل شو او له منارې، منبر، محراب او قرآنی آیتونو سره سینګار شو.

په ترکی کښې د جمهوری حکومت اعلان نه پس او د آتاترک قدرت څښتن کېدو نه پس ایاصوفیه په یو موزه کښې بدله شوه او تر اوسه هم دارنګه موزه کښې پاتې ده.

د پیغمبر صلی الله علیه و آله سره عشق نندارتون په ایاصوفیه کښې پیل کول د دې سبب وګرځېدو چې څو کاله پس ړومبی ځل د قرآن کریم آیتونه په دې ځی کې تلاوت شو.

http://iqna.ir/fa/News/3133102

captcha