IQNA

امارات کښې د قرآن د حفظ کولو لوی مرکز پرانیستا

14:58 - April 27, 2015
د خبر لمبر: 3216669
نړیواله ډله: د سیمه او امارات په سطح د قرآن حفظ کولو لوی مرکز د کال ۲۰۱۵ -۲۰۱۶ میلادی تحصیلې کال په شروع د امارات ابوظبۍ ښار کښې پرانیستا کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د البیان امارتی ورځپاڼه نه په نقل، د امارات شیخ زاید بن سلطان آل نهیان جومات قرآنی مرکز چې د قرآن حفظ کولو په دغه هیواد او سیمه کښې  لوی مرکز شمېرلی کېږی د ۲۰۱۵- ۲۰۱۶ تحصیلې نوې کال شروع کېدو سره د ابوظبۍ ښار الزعاب سیمه کښې به یی پرانیستا کېږی.

د دې قرآنی مرکز ظرفیت ۴ زره قرآنی طالبان دی چې د دې مرکز کلاسونه په دوه برخو سحر او مازدیګر کښې پیل کېږی.

دا قرآنی حفظ کولو مرکز د حکومت پروګرامونو او د امارات اوقاف او اسلامی چارو اداری پروګرامونو لاندې د قرآنی مرکزونو ظرفیت زیاتولو لپاره پیل شوی.

موجوده وخت امارات کښې قرآنی موسسات او مرکزونو کښې ۳۷ زره نجلۍ او هلکان قرآن زده کوونکې دی چې د هیواد په سطح په ۷۰ قرآنی مرکزونو کښې زدکړه کوی. او همدارنګه ۵۷۷ قرآنی حفظ کوونکې غونډی په جوماتونو کښې پیل کېږی.

د قرآن کریم حفظ کولو مرکزونه د ځوانانو په زوکړې کښې او د هغوی ته قرآنی تعلیماتو په اساس لارښود او هدایت او قرآنی اخلاقی دنده ترسره کوی.

http://iqna.ir/fa/News/3202505

captcha