IQNA

د امام مهدی عقیده

3:41 - June 04, 2015
د خبر لمبر: 3310858
دا عقیده لرې چې امام مهدې به راځې او د ظلم او ناانصافے نه ډکه دنیا به د عدل او انصاف نه ډکه کړې او د الله دین له به په نورو ټولو ادیانو برې ورکوی _


له ډیره وخته می زړه غوښتل چې په امام مهدی څه ولیکم هسی خو په دې موضوع باندې کتابونه کم نه دې او بیشماره عالمانو او دانشمندانو په دې داسې لیکل کړی دې چه دهغې لوستلو نه پس دوباره په دې قلم اوچتول نیاز نه لرې _

البته زما دا لیک د حضرت امام مهدی د وجود مبارک او دهغه فضیلتونو راجمع کولو په حقله نه دے بلکه زما مقصد عقیده امام مهدی ده چې یوه داسې عقیده ده چې د مسلمانانو پنځه واړه فقه یعنې فقهه حنفیه، فقهه  شافعیه، فقهه حنبلیه ، فقهه مالکیه او فقهه جعفریه  پرې باندې متفقې دی او دا عقیده لرې چې امام مهدې به راځې او د ظلم او ناانصافے نه ډکه دنیا به د عدل او انصاف نه ډکه کړې او د الله دین له به په نورو ټولو ادیانو برې ورکوی _

او دا عقیده یواځې د مسلمانانو نه ده بلکه د دنیا لوې لوې مذهبونه هم دا عقیده لرې چې یو ورځ به په دنیا عدل او انصاف حکومت کوی، یهودیان د خپل منجې په تمه دې او عیسائی د مسیح په تمه ، هندوان د ویشنو، مجوسی د اوشیدر ، بدهمت د بودها، او اسپانوی د خپل بادشاه روزریق په تمه دی _ او هم د رنګ د مغرب لوی لوی فلاسفرانو هم دا موضوع چیړلې ده، مشهور فلاسفر برټرینډرسل وائی : دنیا د یوداسې مصلح انتظار کوی چې هغه به ټول عالم دیوې دنعرې او د یوې جنډې لاندې را جمع کوې _

اینشټائن وائی : هغه ورځ لر ې نه ده چې پوره دنیا باندې به صلح و امن حکمرانی کوې او خلق به په مینه او محبت کښې ژوند تیروې _

او یو بل مشهور فلسفی ‘‘برنارد شو’’ هم په خپل کتاب “ انسان او سپر مین ” کښې لکهی : زه د یو عظیم مصلح د راتللو خوشخبری در کوم _

البته مسلمانان د خپل مذهب مطابق د رسول الله په بشارت ایمان لری چې فرمایلی دی : عن النبی قال : لو لم یبق من الدهر الا یوم لبعث الله رجلا من اهل بیتی یملا ها عدلا کما ملئت جورا-.

که د دنیا یو ورځ  پاتې شی (نو الله تعالی به دې له طول ورکړې چې) زما د اهل بیت نه امام مهدی راشې چې هغه به دنیاد عدل او انصاف نه ډکه کړې چې هغه به (له دې نه مخکښې) ظلم نه ډکه وی _

بیان شوې خبرې دا ثابته وې چې د امام مهدی عقیده لرل او د نجات دهنده انتظار کول یو عالمی فکر او د انسان فطری عمل دے ، خو زمونږ معاشره کښې د عقیده دومره کم رنګه او کمزورې ولې ده؟ ولې مونږ دې عقیدې له د نورو عقیدو نه کم اهمیت ورکوو؟پکار ده چې د دې وجوهات  او عاملین ولټولې شی او د هغو عاملینو او وجوهاتو مخنیوے وشی. دا عقیده یوه داسې عقیده دا چې ټول پرې ایمان لرې او دا عقیده د ټولو فرقو په یووالې او اتحاد کښې اهم کردار ادا کولې شې _

که مونږ د تیرو عالمانو او دانشمندانو په تاریخ نظر وکړو نو سوائے د شمار یو څو عالمانو نه چا د امام مهدی په عقیدی تنقید نه دےکړے اونورو عالمانو د هغې مکمل جواب ورکړې دے البته دې عالمانو عقیده امام مهدی باطله نه ده ګڼلې بلکه د روایتونو په حقله ې بحث کړې او نورو ټولو عالمانو په اتفاق سره دا عقیده قبوله کړې ده خو بیا هم دې عقیدې په معاشره کښې خپل مقام ورک کړې دے او هم دا وجه ده چې نن مختلفې نظریے به خلقو کښې ګډې شوې دی، څوک وائی د مهدی په نوم څوک معین شخصیت نشته بلکه په هر زمانه کښې یو مهدی وی،څه خلقو د امام مهدی دعوی وکړې او چا امام مهدی سره ده تعلق لرلو دعوی وکړې زما په خیال ددې ټولو وجه د امام مهدی له شمائلو ، صفاتو او د هغه د فضیلتونو او دهغه د وخت د حالاتو او د هغه په حقله نقل شوې حدیثونو نه لاپرواهی ده، دغه نوې نظریې غواړی چې دا اسلامی عقیده مشکوکه او داغداره کړی  _او بعضی دا خیال کوې چې د عقیده له شیعو سره مخصوصه ده حالانکه داسی نه ده _ بلکې  فرق دا دے چې سنی وروڼه  امام مهدید رسول الله له اولاد څخه ګڼی او په اخېره زمانه کښې د هغۀ په  پېدا کېدو او بیا په ټوله دنیا باندې په عدل سره په حکومت کولو باندې عقیده لری خو شیعه وروڼه بیا دا عقیده لری چې هغه زمونږ دولسم امام دے او د یولسم امام  حضرت امام حسن عسکری کښې  پېدا شوے دے او خداے پاک لکه دحضرت خضر په شان زمونږ له سترګو نه پناه کړے  دے  او په آخره زمانه کښې به ظهور کوی او دنیا به له ظلم او ستم نه پاکوی او  عدل او انصاف به قائموی  او هغوې دا زمانه د غېبت او د هغه منجی د انتظار  او د هغۀ انتظار ته د تیارے زمانه  ګڼی او  په دې عقیده کښې هم له شیعه وروڼو سره ځینې سنی محدثین ، عالمان او عارفان هم یوه خوله دی.

نن که مونږ د ایران انقلاب د نورو انقلابونو په مقابله کښې استوار اوکامیاب وینو نو ددې له ډیرو وجوهاتو نه یوه وجه دا ده چې هغی دا انقلاب د امام مهدی امانت ګڼې او د امام مهدی انتظار او د هغه د راتللو تیارے کوې ،دا رنګ د لبنان او د اسلام یو کامیابه عسکری تنظیم حزب الله هم په دې عقیده استوار دے او دا عقیده په کښې ژوندے ده، د دنیا کامیاب او پیروزه صدر احمدی نژاد له هم دې عقیدې دا جرات ورکړوچې هغه  په عالمی غونډه کښې د امام مهدی نوم واخستو . اوامریکه او د هغی ملګری استعماری قوتونو ته ې دا پیغام ورکړو چې د مسلمانانو منجی او نجات دهنده راروان دے چې دا هر ظالم مخ نیوے به کوې او دهر مظلوم سره به ملګرتیا کوی  _

حقیقت دا دے چې په داسې نجات ورکوونکی شخصیت باندې عقیده لرل او د هغه د راتلو انتظار کول خلقو کښې امید،تمه او قوم او ملت ته یوه ډاډګیرنه او جرات وربښی.که دا عقیده مونږ کښې ژوندے شې نو زمونږ د معاشرے ډیر مشکلات به حل شی او د مفکرانو او لیکوالو لپاره اسلام کښې د لټون کولو اواسلامی ټولو فرقو ته دیو والی او اتحاد نوی لاری به خلاسی شې _

زه به یو آیت او د رسول الله یوحدیث سره خپل مطلب ته اختتام ورکړم ، قرآن مجید دامامت په اهمیت باندې تاکید کوی او فرمائی: یَوْمَ نَدْعُو کُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ .   او همدا رنګ د خداے ګران رسول فرمائی: کوم کس چې (د الله مقرر کړې ) امام قبلولو نه مخکښې مړ شو هغه د جاهلیت په مرګ مړ شوـ

captcha