IQNA

د حضرت آیت الله اراکی په شتون کې:

بیروت کښې د مقاومت عالمان نړیواله اتحادیه غونډه شروع شوه

0:27 - August 01, 2015
د خبر لمبر: 3337176
نړیواله ډله: د مقاومت عالمان نړیواله اتحادیه ړومبنی عمومی غونډه د «فلسطین سره اتحاد» په عنوان بیروت کښې د ۴۳ هیواد له اسلامی نړۍ شخصیتونو او د اسلامی مختلف مذهبونو ۱۵۰ تن ستر عالمانو او پوهاندو شتون سره شروع شوی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی خبرونو ویب پاڼې «7n27» نه په نقل، دې دوه ورځی کانفرانس پرانیسته مراسم کښې چې د بیروت نړیواله کانفرانس(اونسکو) سالون کښې پیل کېږی، په کې د لبنان حزب الله مشر سید حسن نصر الله، د اسلامی مذهبونو د نیږدېښت نړیواله ټولنه مشر آیت الله محسن اراکی، د لبنان سنیانو ستر عالم شیخ ماهر حمود او د مقاومت عالمان نړیواله اتحادیه مشر تقریرونه وکړل.

دې کانفرانس لپاره د جمهوری اسلامی ایران له اړخه د شیعه او سنی عالمانو یوه غونډه د اسلامی مذهبونو د نیږدېښت نړیواله ټولنه مشر او د مقاومت عالمانو نړیواله اتحادیه مرستیال آیت الله محسن اراکی، په مشری کې شرکت لپاره تلې، شیخ عبدالغنی شمس الدین، شیخ نعیم قاسم او شیخ احمد سره د نورو شخصیتونو په دې کانفرانس کښې ګډون کوی.

د اهل بیت علیهم اسلام نړیواله ټولنې مشر حجت الاسلام و المسلمین محمد حسن اختری، هم په دې کانفرانس کښې شتون لری.

د مختلفو هیوادونو لکه د لبنان، ایران، فلسطین، سوریه، مصر، الجزائر، عراق، اندونزی، اردن، ایرلند، بورکینافاسو، تونس، مالی، عمان او د مالیزیا عالمانو او پوهاندو په کې شتون لری.

د دې کانفرانس څلور اصلی محوره په دې شرح اعلان شوی.

ړومبنۍ محور: د فلسطین مسئلې ارزښت سره د وحدت، خاوره او ولس، د اسلامی او ملی وحدت اساس، د فلسطین د ازادی یوه لاره ده او هغه مقاومت او د بېرته تللو ریښتینې او مقدس حق.

دویم محور: فلسطین او هغې کې د عربو او مسلمانانو دنده سره د دې موضوعاتو لکه د اسلامی او ملی غورځنګونو دنده، د مدنی ټولنې موسسو او ځوانانو دنده، د ښځو دنده، د روښانه فکرونو دنده او د دې دندو د فلسطین په مسئله باندې اثرات.

درېیم محور: فلسطین او نور هیوادونه سره د موضوعاتو لکه د نړیواله حمایت ګومان او د فلسطین په مسئله کښې د خپلې ګټې خطره، اسلام او عرب کښې او د ولسو او د حکومتونو ترمنځه وحدت هدف ګرځول، تقسیم او تکفیر د اسلامی ولس کمزورې کولو لپاره او د فلسطین چې له سیند نه تر خوړه پورې د الله وعده ده، د صهیونیستی کړو نه یوه کړی ده.

څلورم محور: فلسطین او عالمان، سره د دې موضوعاتو لکه د ولس ویښتیا لپاره د جهاد حقیقی توجیه کول، د وحدت اهمیت څرګندول او د مقاومت عالمان په قانون کښې عالمانو نه کار اخیستل، د اسلامی ولس تقسیم کولو او له یو بل د لرې کولو خطبې او د پاروونکې خبرو سره مقابله او وحدت د فلسطین په مسئله کې.

دا کانفرانس د چهارشنبه په ورځ په هفتم مرداد یوې بیانیه خپرولو سره خپل کار پایی ته ورسولو.

http://www.iqna.ir/fa/News/3336260

captcha