IQNA

د اهل بیت علیهم السلام نړیواله غونډه کې شیخ نعیم قاسم:

د اهل بیت علیهم السلام لار انقلابې او د حکمت لار ده/ سیمه کې د صهیونیست پروګرام سره د مقابلې ضرورت

12:26 - August 17, 2015
د خبر لمبر: 3345179
نړیواله ډله: د لبنان د حزب الله مشر مرستیال، ایران د مقاومت قطب وټاکلو او وې ویل: سېمه کې صهیونیست پروګرامونه چې هدف یی سیمه کې فساد دې سره مقابله لپاره باید همېشه چمتو اوسو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم خبرونو چینل نه په نقل، شیخ نعیم قاسم تهران کې د اهل بیت علیهم السلام نړیواله غونډه شپږمې غونډې  کې وویل: سېمه کې صهیونیست پروګرامونه چې هدف یی سیمه کې فساد دې سره مقابله لپاره باید همېشه چمتو اوسو.

هغه زیاته کړه: نن ایران د مقاومت قطب دی، او د ولی فقیه لارښود باید یو نړیوال لارښود وې، ځکه چې دې سره به ټول یو شی.

شیخ نعیم قاسم څرګنده کړه: مونږ د اهل بیت علیهم السلام نه پیروی کولو باندې افتخار کوو، مونږ اسلامی اقلیت نه یو بلکې مونږ د دې امت د ژوندی زړه یو.

هغه زیاته کړه: د اهل بیت علیهم السلام لار ځان ومنلو او د هغې فعال شونې دښمنان ناراضه کړل او په حقیقت کې د اهل بیت علیهم اسلام لار انقلابې او حکیمانه لار ده.

شیخ نعیم قاسم تاکید وکړو: ایران د دښمنانو ځپولو نمونه ده او دا نمونه لبنان کې د حزب الله ده او حزب الله صهیونیست رژیم ته ماتې ورکړه.

شیخ نعیم قاسم وویل: مونږ نن درې ستونزو سره مخامخ یو، ړومبۍ خپلواکې او پیوستون نه منل، دویم اسرائیل او درېیم ترهګری.

د لبنان حزب الله مشر مرستیال وویل: باید بې له قومی فتنه او ټینګوالی سره د تکفیرې تفکر او هیلو ځلو  سره مقابله وکړو.

شیخ نعیم زیاته کړه: د عالمانو سره ناسته، حوزه علمیه ته توجه او د اهل سنت او شیعیانو ترمنځه یووالې ضروری دې او دا کار د اسلام او سیمې په ګټه دی.

شیخ نعیم قاسم وویل: د سیمې امنیت حفظ کولو کار باید د سیمې هیوادونو او په تېره بیا د جمهوری اسلامی ایران په غاړه وی.

شیخ نعیم قاسم تاکید وکړو: مونږ د صهیونیست طرحه چې په عراق او شام کښې سر اوچت کړې وو متوقف کړه او اوس څوک نشی کولی چې په شام کې خپل پروګرامونو شروع کړی او ټولو منلې چې د سیاسی لاری نه بل حل نه لری.

د اهل بیت علیهم السلام نړیواله غونډه د شپږمې غونډې اجلاس نن سحر د حجت الاسلام والمسلمین حسن روحانی وینا سره د اسلامی هیوادونو مشرانو په شتون کې شروع شو.

دا اجلاس د ۱۳۰ اسلامی هیوادونو ۷۰۰ بهرنی مېلمنو او ځنې سیاسی او کلتوری شخصیتونو په شتون سره تر څلور ورځې ادامه لری.

http://iqna.ir/fa/News/3343248

captcha