IQNA

آیت الله اختری ایکنا سره مرکه کې:

نړیواله او د بشری حقوق سازمانونه دی د شیخ نمر په هکله دی خپل مسؤلیت درک کړی

1:59 - November 05, 2015
د خبر لمبر: 3443731
سیاسی ډله: د اهل البیت علیهم السلام نړیواله غونډی مشر د عدالت له اړخه شیخ نمر د پانسۍ حکم ته اشاره سره وویل: د بشری حقوق نړیواله سازمان او نور مؤسسی چې په مختلفو هیوادونو کې شتون لری او همدارنګه حکومتونه او بیا له ټولو اسلامی هیوادونو مشران دی خپل مسئوولیت د شیخ نمر په هکله درک کړی.


آیت الله محمد حسن اختری، د اهل بیت علیهم السلام نړیواله غونډی مشر قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې د سعودی عدالت له اړخه د شیخ نمر پانسۍ حکم ته اشارې سره وویل: د آل سعود جنایتکارو خپل پوچ او تکفیری فکر سره کوښښ کوی چې هر هغه کس چې د ظلم، زور او زیاتۍ سره مخالف وی له مخې لری کړی.

هغه زیاته کړه: آل سعود د ترهګرو ډلی سره چې مخلتفو هیوادونو کې جنایاتو او خلکو وژنه کې لاس لری نه حمایت کوی او ټولې ترهګری ډله که هغه پاکستان کې دی او که افغانستان کې دی او که څه هم په عراق او شام کې جنایت کوی له سعودی سره اړیکې لری او د اسلام او د اهل بیت علیهم السلام دښمنان دی.

اختری د شیخ نمر په اړه وویل: هغه د احساء او قطیف سیمی اهل بیت علیهم السلام منونکې یو نامتو روحانی دی چې څو کالو نه خپل تقریرونو کې د آل سعود د جنایاتو او د بحرین د خلکو د قتل عام باندی اعتراض کوی.

هغه ادامه کې وویل: سعودی شیخ نمر په دی جرم کې نیولې او بندی کړی دی چې په هغه تېر کال د یو رسمی او واک لروونکې عدالت د پانسۍ حکم ورکړی وو، او اوس څوورځی مخکې یو عدالت دا حکم تایید کړو او اوس ملک سلمان ته لېږلی شوی چې هغه پرې لاسلیک وکړی.

د اهلبیت علیهم السلام دې خبری ته چې یو کس د یو تقریر په سبب او د مظلوم مسلمانانو نه دفاع کولو په سبب پانسی کړی اشاری سره وویل: شیخ نمر نه ډله لری او نه وسله لری او نه دارنګه څه اقدام یی کړی، یواځی تقریر کړی او نړیواله یو عدالت کې هم یواځی د تقریر په سبب پانسی کول نه کوی، او د تقریر په سبب کېدلی شی هغه باندی تقریر کول بند کړی او یا یی په کور کې نظر بند کړی، خو ولی عربستان هیڅکله نړیواله قانون باندی عمل نه دی کړی، هم په دی دلیل سره یی په بحرین حمله کړی او د بحرین مسلمانانو باندی چې د خپلو حقوق غوښتنه یی کړی ظلم کوی.

هغه زیاته کړه: نن آل سعو تقریبا له دوه سوه 200 ورځو نه د یمن په خلکو بمباری کوی چې په کې ښځی، ماشومان او سړی مړه دی.

اختری وویل: آل سعود د وحشیانو یوه غونډه ده چې حکومت یی ترلاسه کړی او د امریکا، اسرائیل او انګلیس حمایت ورسره دی او دا جنایت چې د شیخ نمر په حق کې کوی د هغوی له اړخه دی.

د اهلبیت علیهم السلام نړیوالې غونډې مشر څرګنده کړه: هیله لرم چې نړیواله او بشری حقوقی سازمانونه او نور مؤسسی چې په مختلفو هیوادونو کې شتون لری او همدارنګه حکومتونه او بیا له ټولو اسلامی هیوادونو مشران دی خپل مسئوولیت د شیخ نمر په هکله درک کړی او د عربستان دیکتاتوری ظلمونو او جنایت نه او د شیخ نمر بی ګناه پانسۍ نه مخیوی وکړی .

http://www.iqna.ir/fa/News/3433425

captcha