قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم خبرونو بنسټ نه په نقل، د کاتولیک مسیحیانو نړیواله لارښود فرانسیس پاپ د پاریس حمله د دریم نړیواله جنګ لپاره یوه مقدمه وټاکله.
هغه د «۲۰۰۰ تی وی چینل» ته مرکه کې د فرانس یو شمېر خلکو قربانی کېدو باندې خواخوږی سره تاکید وکړو چې دا اقدامات هیڅ انسانی او دینی وړ نه لری.
د اعلان شوی شمېر په اساس فرانس کې د ترهګرو حملو کې شپږ ویشتونکو سره دوه ځانمرګې چاودنی د پاریس په اووه سیمو کې شوی چې تراوسه په کې تقریبا ۱۵۳ کسان مړه او ۲۰۰ کسان ژوبل شوی، د ترهګرو داعش ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستلې او د «پاریس غزوه » په نوم یی ټاکلې.
د اسلامی همکاری سازمان مشر، د پاریس حملې محکوم کړی
د اسلامی همکاری سازمان مشر «ایاد بن امین مدنی» هم د دا حملی محکوم کړی، او د فرانس حکومت او ولس سره یی د خواخوږی اظهار کړی او د دې سازمان نه یی په دغه هیواد کې د سختو او درد نه ډکې ناوړه حالاتو کې د مرستی، ملاتړ او پیوستون تاکید کړی.
د دې راپور په اساس، د اسلامی همکاری سازمان مشر دې تاکید سره چې دا سازمان د اسلام مبین دین د اصولو په اساس هروخت هر رنګه ترهګری محکومه کړی او کوی او د نړیواله سازمانونه، حکومتونه، ټولنو او د نړۍ هیوادونو نه غوښتنه کوی چې همېشه له ترهګرو سره مقابلې ته یوځی او یومټی وی.
http://iqna.ir/fa/News/3450600