قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د لبنان «اللواء» ورځپاڼې نه په نقل، دا کانفرانس د جرمنی «برګهوف» (د نړیواله نښتو چارو پوهانده او د تاوتریخوالی خلاف کلتور ته وده ورکوونکې) بنسټ په مرسته د لبنان دارالفتوای بیروت کې پیل شو.
د مصر ستر مفتې شوعی علام، د اردن ستر مفتې شیخ عبدالکریم خصاونه او د لبنان ستر مفتې شیخه عبدالطیف دربان د دې نړیواله کانفرانس کې شتون لرونکې مشران کسان وو او د لبنان یو شمېر مفتیانو، عالمانو او پوهاندو هم په دې کانفرانس کې ګډون وکړو.
له اتبار له ورځې به د دې کانفرانس اصلی فعالیتونه شروع کېږی، چې په کې به ړومبنۍ غونډه د «دینی رسنۍ کې د اسلامی تحمل ریښه او سرچینې، طریقې او نظرونه» عنوان سره پیل کېږی چې په دغه غونډه کې به شیخ وفیق حجازی د «قرآن او سنت، نظریه او رسنۍ سره جوړښت» او فادی جارودی د «دینی رسنۍ واقعیت، د جذب کوونکې نه لری کوونکې رسنۍ ضرورت» موضوع باندې تقریر کوی.
«د دینی ویناوو نو پالنه کې د رسنۍ دنده» د دویمې غونډی موضوع دی چې محمد عساف د لبنان ستر عدالت مرستیال او قاضی به د «دینی ویناوو واقعیت او د نو پالنه لپاره شوی کوښښونه» موضوع باندې او محمد ابو زید، د لبنان قاضی به «دینی خطبه کې نو پالنه او د جمعه خطبه نمونه ګرځول» موضوع باندې تقریر کوی.
د دې کانفرانس درېمه غونډه به «ټولنیزه چینلو په طریقه له دینی رسنۍ اساسی دنده» موضوع سره پیل کېږی. چې په کې به شیخ عمر کاید د «ټولنیزه چینلو په طریقو له داعش او افراطی ډلو رسنۍ طریقې او لارې» او د هنادی شیخ نجیب به د «دینی رسنۍ اهمیت او د دې رسنۍ په ټولنیزه چینلو کې فعالیت لپاره د مسلمانانو ځوانانو» موضوع باندې تقریر کوی.
د دې کانفرانس څلورمې غونډې موضوع «رسنۍ افراط او که دینی افراط؟» دی چې محمد نصر الدسوقی اللبنان د «رسنۍ کې افراط سره د الازهر مقابله» او نادر سراج به د «د دینی خطبو میکانېزم » موضوع باندې تقریرونه کوی.
دا کانفرانس به سبا د آذر میاشتې ۳۰ باندې پای ته رسېږی.
http://iqna.ir/fa/News/3466878