IQNA

د برمنګهم قرآن یوه لویه معما کې بدله شوه/ د ناپلئون بناپارت وخت کې اروپا ته د قرآن وړنه

12:20 - January 03, 2016
د خبر لمبر: 3479716
نړیواله ډله: د اسپانیا ژبې ورځپاڼې «ال پریودیکو» لیکلې، د برمنګهم پوهنتون کې اخیرنۍ د قرآن لرغونې نسخه پیدا شوی وه چې اوس یوه لویه معما کې بدله شوی.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د «الیوم السابع» ویبپاڼې نه په نقل، د ال پریودیکو ورځپاڼې لیکلې: د انګلیس برمنګهم پوهنتون کتابتون کې تر ټولو لرغونې د قرآن کریم نسخه چې لرغونتوب یی ۱۳۷۰ کاله مخکېنی دی پیدا کولو نه پس چې  یو لوی معما کې بدل شوی.
دې ورځپاڼې د دې قرآنی نسخې چې یو قرن لرغونتوب لری او د برمنګهم په پوهنتون ترې ساتنه کېږی او چې تراوسه یی څوک د لرغونتوب او له اهمیت نه خبر نه وو ته اشارې سره وویل: د برمنګهم قرآنی نسخې تاریخ او لرغونتوب څرګنده وې چې دا د نړۍ له ټولو لرغونې قرآنی نسخه ده.
ال پریودیکو څرګنده کړی ده: نوې څېړنې څرګنده وې چې د قرآن کریم ړومبنۍ تاریخ په مصر کې او په افریقا کې د ړومبنی جومات چې «عمروبن عاص» باندې ټاکلې شوی وو سره یو دې، دا جومات د مصر«فسطاط » کې دی.
فسطاط د مسلمانانو حکومت په وخت کې د مصر ړومبنۍ پایتخت وو، دا ښار عمرو عاص په مصر باندې فتح کولو نه پس په کال ۶۴۱کې د ړومبنی عمروعاص جومات سره یو ځی د مسلمانانو په لاس جوړ شوی وو.
ادامه کې دا ورځپاڼه لیکې: د قرآن دا نسخه مصر کې ساتلې کېده او کله چې دغه هیواد باندې ناپلئون بناپارت(د فرانس ړومبنی پاچا) قبضه وکړه نو دا نسخه اروپا ته منتقل شوه.
د ال پریودیکو ورځپاڼې د قرآن د دې نسخه پیدا کول یو لوی اقدام وټاکلو او څرګنده یی کړه چې د دې لپاره مادی ارزښت څوک نشی تعیین کولی.
هم په دې اړه محمد عیسی والی، د برتانیه کتابتون کې د قرآنی نسخو کار پوهه، هغه وویل: د دې قرآن پیدا کېدل ډېر لوی او حیران کوونکې اقدام دې چې د ټولو مسلمانانو لپاره د فخر او خوشحالی خبر دی.
د کاربن رادیو تاریخ چې د کتاب په مخ باندې لیکلې شوی په نښه کوی چې د قرآن دا نسخه د ۵۶۸ نه تر ۶۴۵ میلادې کالونو ترمنځه لیکلې شوی.
د برمنګهم د پوهنتون قرآن لرغونتوب په اړه ډېرو خپل نظر څرګنده کړی چې دا قرآن له چا سره اړیکه لری، او لرغونتوب یی څومره دی، خو د اماراتو تاریخ لوستونکې او د اماراتو آل مکتوم اسلامی مطالعاتو بنسټ مشر ادعا کړی چې ممکنه ده دا قرآن له ډېرو سره اړیکه ولری خو ولی د مسلمانانو ړومبنی خلیفه ابوبکر سره یی احتمال زیات دی.
http://iqna.ir/fa/News/3469287
captcha