IQNA

عربستان آیت الله النمر پانسی کړو + ژوند لیک

10:19 - January 04, 2016
د خبر لمبر: 3479724
نړیواله ډله: د عربستان هیواد وزارت مشرانو د روحانی شیعه عالم آیت الله شیخ نمر باقر النمر پانسی کولو خبر ورکړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «دیلی استار» ورځپاڼې یو وړوکې خبر کې لیکلې: د عربستان هیواد وزارت نن د دی میاشتې ۱۲تاریخ باندې شیخ باقر النمر باندې د ترهګري تورې لږولو نه پس پانسی کړو.

د آبان میاشتې شروع کې د ریاض ستر عدالت د دې شیعه عالم پانسی کولو حکم تایید کړې وو او هغه یی د هیواد وزارت او د باچا دفتر ته لېږلي وو، چې د سعودی باچا ملک سلمان بن عبدالعزیز پر هغې لاس لیک وکړو.

د لیبانون راپور له مخې د عربستان هواد وزارت ۴۷ کسان نن پانسی کړي چې شیخ المرپه کې هم دي.

دا ۴۷ کسان نن سحر د عربستان ریاض، مکه، مدینه الشرقیه، القصیم، حائل، عسیر، الجوف، نجران، باحه او تبوک کې پانسی شوي.

د عربستان هیواد وزارت په دې بیانیه کې د خپل جرم توجیه لپاره د الله تعالی کلام او د پیغمبر صلی الله علیه و آله احادیث نه دلیل بیان کړي.

دې وزارت ادعا کړي چې دغه ترهګر چې پانسی شول دوې تکفیری عقیده خپله کړي وه او په قتلوو او چاودنو کې لاس لرلو، خو ولی عربستان پخپله د تکفیر سرچینه او د تکفیری ډلو نه حمایت کوي او آیت الله باقر النمر خپل ژوند کې د شیعیانو د حقوقو لپاره مقابله کړې او له دې تور نه پاک وو.

د شیخ نمر ورور د خپل ورور پانسی خبر تایید کړو

محمد النمر، د شیخ نمر یو ټولنیزه چینل ټوئیټر کې د خپل ورور د پانسی خبر تایید کړي.

هغه «المپادین» خبرونو چینل سره مرکه کې دا خبر تایید کولو سره د آل سعود دا اقدام محکوم کړو.

هغه زیاته کړه: سره د دې چې مونږ د سعودی مشرانو نه د ډېر عقلی فیصلو تمه لرله، بیا هم به د دې اقدام په خلاف د ملګرو ملتونو نړیواله سازمان ته مراجعه نه کوو، ځکه چې پوهه یو دا سازمان هیڅ کار نشې کولې.

شیخ باقر النمر څوک وو؟

نمر باقر النمر (۱۳۷۹ کې زېږېدلې) به شیخ نمر باندې مشهور وو، د عربستان شیعه عالم وو، او سعودی حکومت باندې به یی نیوکې کولې او څوځله هم له دې وجهې بندی شو، هغه یی بې اساسه تهمتونو باندې لکه جنګ کول، انحرافی عقاید لرل، د حکومت نه منل، سیاسي نظام له منځه لرې کولو، خلک ترهګري ته تشویق کول او .... له ۲۰۱۲ نه بندی وو، او د کال ۱۳۹۳ آذر میاشتې ړومبني تاریخ(۲۲ نوومبر ۲۰۱۴) باندې په پانسی باندې محکوم کړي وو، د شیخ نمر لپاره د پانسی حکم ورکولو د ټولې نړۍ شیعیانو او نورو بشري حقوقو غونډو پرې نیوکه کړي وه. د آل سعود جلادانو د دی میاشتې ۱۲ باندې چې د میلادی نوې کال ورځې شروع دي، شیخ النمر یی پانسی کړو.

شیخ نمر کال ۱۳۷۹ د عربستان شرق قطیف ولایت العوامیه سیمه کې زېږېدلې وو، د هغه پلار علی بن ناصر آل نمر، د دغې سیمې مشهور خطیبانو نه وو، د دغه کورنۍ نور دینی عالمانو کې آیت الله محمد بن ناصر آل نمر ته اشاره کولي شو.

3471660

captcha