قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د هامبورګ اسلامی مرکز مشر آیت الله رمضانی، د حضرت عیسی علیه السلام زوکړه لمانځلو مراسمو کې چې په دې مرکز کې پیل شو، قرآن کریم کې د حضرت عیسی علیه السلام مقام ته اشارې سره وویل: ۲۵ دیسمبر د ډېرو مسیحیانو په باور د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې ورځ ده، مونږ دا دې لوي اختر ورځ د نړۍ ټولو موحدانو ته او په تېره د دغه پیغمبر منونکو ته مبارکې وایو.
هغه دې وینا سره چې حضرت عیسی علیه السلام د الله له پیغمبرانو چې ځانګړي شریعت یی لرو څخه دي، زیاته کړه: د اسلام او د قرآن کریم ښودو پر اساس باید یو واقعي مسلمان باید په ټولو الهي پیغمبرانو باندې ایمان لري او دارنګه نشي کولې چې ځنې الهي پیغمبرانو یا د یو نه انکار وکړي، قرآن په دې اړه فر مایلې: لاَ نُفَرِّقُ بَیْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ دا ټیک نه ده چې مونږ په ځینو باندې ایمان راوړو او ځبنو باندې ایمان نه راوړو.
د هامبورګ اسلامی مرکز مشر د قرآن کریم آیتونو کې د دغه الهي پیغمبر مقام او شخصیت معرفي ته اشارې سره وویل: مقدس مولود، د الله بنده، د انسان زوې، مسیح (نجات ورکوونکی)، د الله کلمه، د الله نا لیده مخ، د الله زوی او ... هغه تعبیرونه دی چې د حضرت عیسی علیه السلام لپاره په عهد عتیق او عهد جدید کې استعمال شوي خو ولی قرآن حضرت عیسی علیه السلام په ښکلې وجه سره معرفي کوي.
3471621
هغه وویل: د قرآن کریم مریم سورت کې د حضرت عیسی علیه السلام معرفي دارنګه شوي « غُلَامًا زَکِیّاً » سپيڅلى هلك « آیَةً لِّلنَّاسِ » خلكو له پاره يوه نښانه « رَحْمَةً مِّنَّا » خلكو له پاره يوه نښانه « وَ کَانَ أَمْراً مَّقْضِیّاً » يو كار مقرركړى شوى « قَالَ إِنِّی عَبْدُ اللَّهِ » زه د الله بنده یم.
رمضانی ادامه ورکړه: «آتَانِیَ الْکِتَابَ وَجَعَلَنِی نَبِیًّا» قرآن کریم حضرت عیسی علیه السلام صاحب شریعت ګڼلې او هغه کسان چې مسیحیښت شریعت نه ګڼې له قرآن سره مخالفت کوي، «وَجَعَلَنِی مُبَارَکًا» قرآن هغه مبارک معرفي کوې چې د مور ډېر احترام کوي «وَبَرًّا بِوَالِدَتِی».
هغه څرګنده کړه: همدارنګه په سوره مبارکه آل عمران کې حضرت عیسی «إِنَّ اللّهَ یُبَشِّرُکِ بِکَلِمَةٍ مِّنْهُ» هغه د الله کلمه ده، «اسْمُهُ الْمَسِیحُ عِیسَى ابْنُ مَرْیَمَ» الله په هغه باندې عیسی مسیح نوم اېښودلي، «وَجِیهاً فِی الدُّنْیَا وَالآخِرَةِ» په دنیا او آخرت کې عزتمنده، «وَمِنَ الْمُقَرَّبِینَ» هغه له مقربین نه دي، « وَیُکَلِّمُ النَّاسَ فِی الْمَهْدِ وَکَهْلاً» په زنګو کې خلکو سره خبرې کولي، «وَمِنَ الصَّالِحِینَ» هغه له صالحین نه وو، «وَیُعَلِّمُهُ الْکِتَابَ وَالْحِکْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالإِنْجِیلَ» الله هغه ته د حکمت، کتاب او تورات او انجیل تعلیم ورکړي، معرفي کړي.
د شیعه عالمانو او د اروپا اتحادیه مشر د خپلو خبرو په بله برخه کې د قرآن آیتونو په رڼا کې د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې کیسه او د حضرت مریم علیه السلام مقام بیان کړو او وې ویل: کله چې قرآن د حضرت عیسی د زوکړې خبره کوې نو ورسره د حضرت مریم مقام هم معرفي کوي.
هغه دې ته اشارې سره چې قرآن کې د حضرت مریم نوم ۳۳ ځل راغلې وویل: قرآن کې د یوې ښځې نوم هم په څرګنده نه دې یاد شوي او یواځې د حضرت مریم نوم یاد شوي، خو ولی یواځې د نوم را تلل فضیلت نه ګڼلې کېږي ځکه چې د فرعون نوم هم په قرآن کریم کې راغلې، هغه څه چې د فضیلت وړ لري د هغوي صفت کول دي، قرآن کې د مومنې ښځو او د غیر مومنې ښځو ذکر شوي او د هغې صفتونه بیان شوي، د حضرت فاطمة الزهراء سلام الله علیها په اړه د تطهیر آیت، او د مباهله، سوره انسان آیت، سوره کوثر او نور آیتونو کې فضیلت بیان شوي او همدارنګه د حضرت موسی خور او مور په اړه او د حضرت لوط ښځې په اړه هم ذکر شوی.
هغه زیاته کړه چې سوره مریم کې د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې کیسه دارنګه راغلې: «وَاذْکُرْ فِی الْکِتَابِ مَرْیَمَ إِذِ انتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِهَا مَکَانًا شَرْقِیًّا/(16)؛ او اى محمده(ص)! پدې كتاب كښې د مريم حال درياد كړه، چې كله هغه له خپلو اړوندو كسانو په بېلېدو ختيزه خوا كښې ګوښه شوې وه «فَاتَّخَذَتْ مِن دُونِهِمْ حِجَابًا فَأَرْسَلْنَا إِلَیْهَا رُوحَنَا فَتَمَثَّلَ لَهَا بَشَرًا سَوِیًّا/(17) او پرده يې نيولې له هغونه پټه ناسته وه. پدغه حالت كښې مونږ هغې ته خپل روح (يعنې پرښته) ولېږله او هغه د هغې په وړاندې په بشپره انساني بڼه كښې څرګنده شوه «قَالَتْ إِنِّی أَعُوذُ بِالرَّحْمَن مِنکَ إِن کُنتَ تَقِیًّا/(18)؛ مريم ناڅاپه نارې كړې چې ((كه ته كوم له خدايه وېروېدونكى سړى يې نوزه له تانه د رحمن پناه غواړم،«قَالَ إِنَّمَا أَنَا رَسُولُ رَبِّکِ لِأَهَبَ لَکِ غُلَامًا زَکِیًّا/(19) هغه وويل ’’زه ستا دپروردګار استازى يم او ددې له پاره لېږل شوى يم چې تاته يو سپيڅلى هلك دركړم،«قَالَتْ أَنَّى یَکُونُ لِی غُلَامٌ وَلَمْ یَمْسَسْنِی بَشَرٌ وَلَمْ أَکُ بَغِیًّا/(20)؛ مريم وويل((زما به څنګه هلك وشي چې كله زه كوم بشر لمس كړې قدرې نه يم او نه زه كومه بدكاره ښځه يم؟،«قَالَ کَذَلِکِ قَالَ رَبُّکِ هُوَ عَلَیَّ هَیِّنٌ وَلِنَجْعَلَهُ آیَةً لِلنَّاسِ وَرَحْمَةً مِّنَّا وَکَانَ أَمْرًا مَّقْضِیًّا/(21) پرښتې وويل ’’ همداسې به كېږي، ستا رب فرمائي چې د غسې كول ماته ډېر اسانه دي، او مونږ به داددې له پاره وكړو چې هغه هلك د خلكو له پاره يوه نښانه شي او زمونږ له لوري يو رحمت، او داكار سرته رسېدونكى دى. په اصل کې د حضرت عیسی علیه السلام زوکړه د الله تعالی له اړخه معجزه وه او الله ته اسان دي چې هم هغه رنګه لکه څرنګه چي حضرت آدم له خاورې جوړ کړی وو.
د شیعه عالمانو او د اروپا اتحادیه مشر ادامه کې د سوره مبارکه مریم ۲۲ او ۲۳ آیت ته اشارې سره وویل: حضرت عیسی علیه السلام صاحب شریعت پیغمبر دي خو ولی د بده مرغه د هغوي شریعت له ځنې خلکو په لاس تحریف شوی دي، د حضرت عیسی علیه السلام نصیحتونه او خبرې ډېرې ښکلې دي چې ځنې ترې روائی کتابونو کې نقل شوي او که نن دا نصیحتونه بیان شي نو ځکه چې د الهي پیغمبرانو هدف یو وو دا هم د قبلولو وړ لري.
د شیعه عالمانو او د اروپا اتحادیه مشر وویل: د حضرت عیسی علیه السلام په اړه د یهودیانو عقیده دا ده چې هغه د یو منونکې په لاس ووژلې شو خو ولی مسیحیان باور لري چې حضرت عیسی صلیب شو او بیا ۳ ورځې قبر کې اېښودلو نه پس را پاڅېدو او پورته لاړ، خو ولی مسلمانان عقیده لري چې مسیحیانو یو بل کس وژلې وو او حضرت عیسی علیه السلام صلیب شوي نه دي او د عیسی علیه السلام پورته تلل د یو انسان کامل تلل دی چې بېرته به راځي.
د شیعه عالمانو او د اروپا اتحادیه مشر وویل: په روایتونو کې نقل شوي چې حضرت عیسی علیه السلام په اخیر وخت کې به بېرته راځي. هغه به ۴۰ کاله ژوند کوي، واده به کوي او الله به ورته زوې ورکوي او د امام زمانه عج نه به پیروي کوي چې هم دا پیروي به سبب شي چې ډېر خلک به اسلام راوړي.