IQNA

د عراق «بابل» ولایت څلورو جوماتونو کې چاودنی

15:56 - January 06, 2016
د خبر لمبر: 3479736
نړیواله ډله: د عراق «بابل» ولایت څلورو جوماتونو کې، پرون سهار، چاودنی شوي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «سطور الاخباریة» ویبپاڼې نه په نقل، د عراق بابل ولایت نه یو محلي خبر ورکوونکې وویل: وسله والو ډلو چې د ځواکونو پر جامه وو د عراق جنوب کې واقع بابل ولایت کې په څلورو جوماتونو برید وکړو او چاودنی وکړي.

له دغه خبر ورکوونکې ادعا ده، دغه جوماتونو باندې حمله د عربستان شیعیانو مشر«شیخ نمر باقر النمر» پانسی په غبرګون کې پیل شوي.

دې خبر ورکوونکې وویل: وسله والو ډلو چې د ځواکونو په جامه وو پرون سهار د بابل ولایت مرکز الحله ښار شمال کې واقع جومات «الفتح» کې، «العصریة» جومات او الحله ښار نورو جوماتونو کې چې نوم یی نه دي ښودلې شوي او د الحله ښار مرکز کې البکرلی سیمې «عمار بن یاسر» جومات کې چاودونکې مواد سره دغه ځایونه ډزولي.

دغه ټول جوماتونه له چاودنې نه پس خراب شوي او ورسره نږدې کورونو ته هم نقصان رسېدلې.

امنیتي ځواکونو له چاودنې نه پس خپل ځواکونه د بابل ولایت نورو جوماتونو باندې ولاړ کړي چې له هر قسمه تاوتریخوالی اقدام نه مخنیوی وکړي.

http://iqna.ir/fa/news/3464489


captcha