نړیواله ډله: علی اکبر ضیائی وویل: د آیت الله شیخ نمر باقر النمر شهادت یو قسمه د آل سعود له اړخه خپلو ټولو مخالفانو سره د جنګ اعلان او ټولو افراطیانو او طرفدارانو ته د شیعه وېرولو نه پس د شیعه وژلو اعلان دي.
مالیزیا کې د ایران کلتوری ادارې مشر علی اکبر ضیائی له قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنې(ایکنا) سره مرکه کې د آیت الله شیخ نمر باقر اللنمر شهادت په اړه د نړۍ ټولو مسلمانانو ته او په تېره د عربستان مظلوم شیعیانو او د شهید کورنۍ ته خواخوږي وړاندې کولو سره څرګنده کړه: پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله نه حدیث نقل شوي چې فرمایلې: « فَوقَ کُلِّ ذی بِرّ بِرٌّ حَتَّی یُقتَلَ الرَّجُلُ فی سَبیلِ اللهِ؛ هیڅ یو فضیلت د الله لاره کې د شهادت نه پرته نشته» د شیخ نمر شهادت څرګنده کړه چې رژیم آل سعود په حکومت کولو او د عراق، یمن او شام شخړو کې د نا توانۍ نښه ده.
هغه دې بیان ته اشارې سره چې د شیخ نمر شهادت، عربستان کې د آل سعود رژیم د ترهګرو سره جنګ لپاره د ائتلاف نه پرده وچته کړه، زیاته کړه: د ترهګري سره مقابله د عربستان له قاموس نه پاک شوي او د عربستان د ظالم عدالت له اړخه آیت الله شیخ نمر پانسی د نړیواله یو قانون سره هم جوړښت نه لري، د آیت الله شیخ نمر باقر النمر شهادت یو قسمه د آل سعود له اړخه خپلو ټولو مخالفانو سره د جنګ اعلان او ټولو افراطیانو او طرفدارانو ته د شیعه وېرولو نه پس د شیعه وژلو اعلان دي.
مالیزیا کې د ایران کلتوری ادارې مشر د آل سعود له اړخه د آیت الله النمر شهادت اقدام ته اشارې سره وویل: د ترهګري سره د مقابلې لپاره د عربستان ائتلاف د عربستان رژیم تکفیریانو نه دفاع کوونکو دا ګومان ته ټینګار ورکړو چې د هغې مالی او سیاسي ملاتړ به نه کمزوري کېږي، او د آیت الله شیخ نمر د پانسی اقدام تکفریانو ته دا پیغام ارسال کړو چې عربستان په تکفیری شخړو کې حصه لري.
ضیائی دې ته اشارې سره چې دې رژیم له دې اقدام نه د تکفیري ډلو سره خپلې اړیکې سراسر نړۍ ته څرګندې کړي وویل: په نایجېریا کې د شیخ زکزاکی او هم په دغه وخت کې د شیخ نمر باقر النمر د پانسی حکم په نړیواله توګه تکفیری جریان ته په سراسر نړۍ کې د شیعیانو خلاف تاوتریخوالی ته لار خلاصول دی.
هغه څرګنده کړه: د شیخ نمر په پانسی کې د عربستان غلطې دا وه چې دا شیعه مجتهد، یو نړیواله سیاسي شخصیت وو او بل هیڅ جرم یی په آل سعود باندې بې له سیاسي انتقاده چې مختلفو اقلیتونو شیعه، اسماعیلی، زیدی، مالکی، حنفی او د حجاز ځمکې نور عقیدو خلکو باندې ظلم کوي، نه لرلو، او یواځې اعتقادي او سیاسي جرم له سببه پانسی باندې محکوم شو، او دا نړۍ کې د ټولو ازادی غوښتونکو او په تېره بیا د عربستان ځوانانو ته چې د خپل حکومت له ماهیت سره آشنا دي او د خپل هیواد راتلونکې وخت لپاره سیاسي تصمیم اخیستونکې دي د مقابلې ړومبنۍ قدم وو.
مالیزیا کې د ایران کلتوری ادارې مشر وویل: د عربستان دې اقدام سره نه یواځې شیعه بلکې نور دینی اقلیتونه هم په دی باندې غم او غصه لري، د عربستان ازادی غوښتونکې ځوانان هم دې ستونزو سره مخامخ دي، دې پانسی په نښه کړه چې عربستان رژیم د خلکو غوښتنو ته یواځې اسلحه سره ځواب ورکولو باندې پوهېږي.
ضیائی اخیره کې وویل: تاریخ اوږدو کې دي چې د نړۍ دارنګه حکومتونه چې خپلو مخالفانو ته یی اسلحې سره ځواب ورکړي د خپل سیاسي نظام اخیرنۍ مرحله کې داخل شوي.
http://iqna.ir/fa/news/3463932