عراق کې د اهل سنت عالمانو انجمن مشرشیخ خالد الملا، قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کې دې وویل: ړومبۍ زه د نړۍ ټولو مسلمانانو ته سعودي کې د شیعه عالم شیخ نمر باقر النمر پانسی کولو باندې خواخوږي وړاندې کوم.
هغه زیاته کړه: سره د دې چې ډېرو شخصیتونو، سیاستوالو او نړیواله بنسټونو لکه د ملګرو ملتونو سازمان او همدارنګه، ځنې اسلامی هیوادونو لکه عراق، د دې پانسی حکم بېرته اخیستو غوښتنه کړې وه خو بیا هم عربستان په دغه حکم باندې عمل وکړو او دا شیعه عالم یی پانسی کړو.
عراق کې د اهل سنت عالمانو انجمن مشر زیاته کړه: په دې وخت کې، سیمه کې د ډله ډلبندي او فتنه جوړولو پروګرام روان دي هدف یی د اسلامی ولس ترمنځه جنګ او نښته ده او بي له شکه چې د دې شیعه عالم پانسی به د سیمې په حالاتو باندې خپل اثر لري، او بحران او کړکېچ ته به وده ورکړې، خو د بده مرغه د عربستان حکومت سیاست هم سیمه کې د فتنه، کړکېچ او بشپړه بې نظمی او فرقه پالنه ده.
سیمه باندې د عربستان غلط سیاست تاثیر
شیخ خالد الملا وویل: د عربستان غلط سیاست کې د بحران، کړکېچ او په سیمه کې بشپړه بې نظمی تاثیر نېغ په نېغه لري، په عراق، شام، یمن او ځنې نورو هیوادونو کې موجود بحران هم د دغه غلط سیاست نتیجه ده او په حقیقت کې د شیخ نمر باقر النمر شهادت هم د دغه کتاب یوه بله پاڼه ده چې د سیمې په حالاتو منفي اثر اچوي.
د نظر اختلاف د پانسی دلیل نه دي
عراق کې د اهل سنت عالمانو انجمن مشر زیاته کړه: شیخ نمر یواځې د عربستان حکومت سره اختلاف لرو او د نظر دا اختلاف په بشپړه توګه یو طبیعي کار دي چې امکان لري هر کس یی ولري.
هغه زیاته کړه: شیخ نمر لکه څرنګه چې د عربستان وزارت ادعا کوي اډو ترهګر کس نه وو او د اسلحه حمل یی نه وو کړی او د هغه فقهې فکر او نظر ډېر ارزښتمن وو.
شیخ خالد الملا په ادامه کې دې ته اشارې سره چې خلک مذهب، دین او د نظر انتخاب کې ازاد دي سره هیله څرګنده کړه چې د عربستان اقدامات او غلط سیاسي چارې به ځوانانو کې د فرقه پالنې سبب نه جوړېږي.
د عربستان د مشرانو عالمانو بیانیه ارزښت نه لري
د عراق کې د اهل سنت عالمانو انجمن مشر د عربستان مشرانو عالمانو بیانیه ته اشارې سره چې د شیخ نمر پانسی نه یی استقبال کړي زیاته کړه: دا بیانیه د سره بې ارزښته او د حقیقت نه لري ده، ځکه چې د عربستان مشرانو عالمانو د شیخ نمر شهادت د خلکو لپاره یو رحمت او د عدالت مصداق او الهي شرعي او د فتنه سره مقابله ټاکلي(!)
هغه ادامه کې د دې بیانیه چې د عربستان د مشرانو عالمانو له اړخه خپره شوي غلطي وګڼله او وې ویل: د حضرت محمد صلی الله علیه و آله د زوکړې اختر میاشته کې اسلامی ولس د اسلامی وحدت ټینګښت او محکم کولو لپاره بوخت وو چې د اسلامی نړۍ عالمانو او مسلمانانو د شیخ نمر د پانسی خبر یی تر غوږه شو او حیران یی کړل.
د عراق کې د اهل سنت عالمانو انجمن مشر اسلامی ولسو کې وحدت یو ډېر مهم او له اهمیت نه ډک کار وټاکلو او وې ویل: صهیونیست هغه کسان دي چې د عراق، شام او یمن جنګ او په سیمه کې کړکېچ نه ناوړه استفاده کوي.
شیخ خالد په اخیره کې د شیعه او سنی عالمانو د دې پېښي اهمیت په سبب خپلو کې سره اتحاد او یووالی باندې ټینګار سره وویل: شیعه او سنی عالمان باید اتحاد سره د دې پېښي په اړه یو واضح غبرګون څرګنده کړي او اجازت ور نکړي چې د شیخ نمر شهادت په سیمه کې د بحران او کړکېچ سبب وګرځي ځکه چې دا هم هغه کار دي چې عربستان یی کول غواړي او د دې پانسی هدف هم په سیمه کې بحران او کړکېچ ته وده ورکول وو.
http://iqna.ir/fa/news/3464354