IQNA

د هند اوترپردیش ولایت کې د آیت شیخ نمر لمانځل

8:49 - January 09, 2016
د خبر لمبر: 3479748
نړیواله ډله: د هند اوترپردیش ولایت خلکو لوي لاریون پیل کولو سره څرګنده کړه چې د خلکو له اړخه آیت الله شیخ نمر دا شیعه مجتهد لمانځلې کېږي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، حجت الاسلام سید اصطفی رضا، په دې مراسمو کې د هند هیواد تقریر کوونکې وویل: د شیخ نمر وینه بهولو سره د آل سعود نوم د یو مجرم او د بې ګناه انسان قاتل په عنوان سره د انسانښت تاریخ کې ولیکلې شو.

حجت الاسلام شیخ موسی رضا یوسفی هم په دې مراسمو کې تاکید سره د شیعه او سنی مسلمانانو نه غوښتنه وکړه چې د دې جنایت په اړه چپ پاتي نشي، څرګنده کړه: یقین لرم چې دا یو دسیسه وه چې له مخکې نه تیاره شوي وه او د امریکې او صهیونیستو لاس وو چې د وهابیت په لاسونو یی پيل کړه.

حجت الاسلام علی عباس خان د جامعة المصطفی صلی الله علیه و آله العالمیة استاد د مسلمانانو ترمنځه د وحدت اهمیت ته اشارې سره وویل: مونږ باید له تېر وخت نه زیات هوښیار شو ځکه چې دښمن د اسلامی ولس ترمنځه ډله ډلبندي لپاره لاس خپې وهي، هغه زیاته کړه: د شیخ زکزاکی او د شیخ نمر اقدامات همېشه د اسلام په تاریخ کې به ژوندي وې او دا وینه به د مسلمانانو حق او ريښتینوالي به نړۍ ته برسېره کوي.

همدارنګه د هند لکهنوی ښار محمدی انجمن مشر ایوب اشرف ادامه کې وویل: رژیم سعودی د شیخ نمر شهادت سره څرګنده کړه چې هغه د داعش ډلې نه دی.

هغه دې ته اشارې سره چې اسلامی ولس به د دې جنایاتو خلاف چپ نه پاتې کېږي، وویل: دې ناورین عمل ته به محکم ځواب د نړۍ مختلفو ځایونو مسلمانانو له اړخه ورکړي کېږي.

دا مراسم د شیعه مجاهد عالم مجتهد آیت الله شیخ نمر لمانځلو لپاره د مولانا اشفاق حسین،حجج‌ اسلام سید نذرعباس، سید حسنین، سیدگلریز، سید رضاامام، سید عزادار، سید شباھت، سید میثم زیدی، اعجاز، سید اصطفی رضوی، سید منورعباس، سید محمدعلی، احتشام الحسن او نورو عالمانو شتون سره د هند اوترپردیش ولایت کې پيل شو.

http://iqna.ir/fa/news/3465410


د هند اوترپردیش ولایت کې د آیت شیخ نمر لمانځل

د هند اوترپردیش ولایت کې د آیت شیخ نمر لمانځل


د هند اوترپردیش ولایت کې د آیت شیخ نمر لمانځل

captcha