IQNA

د الازهر له اړخه د داعش تکفیر نه منلو په اړه د مصر اسلامی څېړنو غونډې توجیه

9:02 - January 09, 2016
د خبر لمبر: 3479749
نړیواله ډله: د مصر اسلامی څېړنو غونډې مشر «محی الدین عفیفی» د الازهر له اړخه د داعش تکفیر نه منلو (کافر نه منلو) په اړه وویل: که چرې الازهر دا اقدام کړي وې او د هغې تکفیر یی منلې وې نو د وینې سیندونه به روان شوي وو(!).

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «البوابة نیوز» بنسټ نه په نقل، محی الدین د دی میاشتې ۱۷ تاریخ باندې یو ټی وی چینل (أنا مصر) سره مرکه کې ادعا وکړه: که چرې داعش په تکفیر ټاکلې وې، نو دا مسئله به زیاته شوي وه او تکفیر به خپور شوي وو او د وینو رودونه به بهېدلې وو. نو ځکه د داعش تکفیر د ترهګري مسئله سره د مقابلې لاره نه ده.

هغه وویل: د داعش خلک د دغې کارونو او اعمالو سره چې پیل کوي کافر دي، ځکه چې د خلکو وینه بهولو او د خلکو عزت مباح ګڼلو سره د اسلام نه خارج دی.

د الازهر اسلامی څېړنو غونډې مشر ادامه کې د الازهر په اړه دا رنګه لیکنې چې الازهر یو ترهګره سازمان ثبت کولو لپاره کوښښ کوي دا اقدام کوې خطرناک وټاکلو او وې ویل: دې اقدام سره یی یواځې الازهر د یو علمی موسسه په توګه هدف نه دې اخیستلې بلکې یو کوښښ دې چې د مصر حکومت د ترهګرو نه د حمایت باندې تورن کړي.

د الازهر اسلامی څېړنو غونډې مشر د الازهر له اړخه د داعش تکفیر په داسې وخت کې توجیه کړو چې مسلمانان انتظار لرلو چې دا مرکز او د اسلامی نړۍ دینی مرجع په څرګنده توګه د ترهګرو ډلو داعش نه د تکفیر اعلان وکړې.

د الازهر مرستیال عباس شومان، د یو پوښتنې په ځواب کې د الازهر له اړخه د داعش نه تکفیر کولو په اړه وویل: الازهر نشي کولې چې هغه کس چې شهادتین ولولې کافر وټاکې، که څه هم هغه زیاتې ګناهګانې وکړي نو ځکه که الازهر د داعش په اړه د تکفیر حکم وکړو نو د داعش غوندې به خپل د مخالف تکفیر کول وې او دا اقدامات به د هغوي سره یو شان وي.

http://iqna.ir/fa/news/3465588/


captcha