IQNA

غنا کې د استوګنځي سوځېدو کې قرآن روغ پاتي شو

11:59 - January 11, 2016
د خبر لمبر: 3479762
نړیواله ډله: غنا کې د استوګنځی سوځېدو پېښه کې هر څه وسوځېدل، خو ولی یو قرآن کریم په دې پېښه کې روغ پاتي شو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د « ghanaweb» خبرونو بنسټ نه په نقل، دا پېښه د جمعه په ورځ د افریقا غنا هیواد غرب کې واقع «سکوندی» ښار کې رامنځته شوي.

یو غنایی او دوه لبنانی تبار ښاریز په دې استوګنځی کې استوګنه لرله، خو ولی د سوځېدو په وخت استوګنځی کې څوک نه وو.

د اور مړ کولو نه پس چې سبب یی د برېښنا یو وسیله وه، اور مړ کوونکو ولیدل چې دننه ټول سامان سوځېدلې خو ولی د قرآن کریم یوه نسخه روغه پاتي شوي.

له دې نه مخکې دا رنګه خبرونه د قرآن کریم په اړه چې د اور او نورو پېښو کې د نړۍ مختلفو ځایونو کې روغ پاتې کېدو خبرونه خپور شوي.

http://iqna.ir/fa/news/3466129


captcha