قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «مرآة البحرین» خبرونو نه په نقل، د ټولنیزه چینلو فعال کارنو انځورونه په پاڼو ورکړي چې په کې تور ګاډی کې ناست وسله وال د بحرین «ستره» جزیره کې واقع «وادیان» کلې «المرزوق» حسینيه باندې ډزي کوي،
دا ډزی نن د دی میاشتې ۱۲ تاریخ باندې شوي.
تراوسه د دې کار اصلی علت او هدف څرګنده شوي نه دې خو ولې ځنې د ټولنیزه چینلو فعالانو اعلان کړي: چې په ګاډي چلوونکې د بحرین د حاکم یو زامنو نه دي چې تقریباْ ۵۰ کلن دی او هغه له دې نه مخکې په «الهمله» سیمه کې هم په حسينيه ډزي کړي وي.
همدارنګه د بحرین شیعه اوقاف ادارې تر اوسه هیڅ قسمه رسمي نظر په دې اړه نه دې څرګنده کړي خو ویلې دې چې د دې پېښي په اړه به څېړنه کوي د بحرین وزارت هم تر اوسه په دې اړه چپ دي.