IQNA

تک فلاح:

د زړه روښانو قرآن نړیواله مقابلو ړومبنۍ دوره پیل کېږي

6:44 - January 13, 2016
د خبر لمبر: 3479770
قرآنی فعالیت کوونکې ډله: د هیواد قرآن مقابلو غږ ملتیا عالي درستیز پروګرامونو کمېټه مشر د زړه روښانو قرآن نړیواله مقابلو ړومبنۍ دوره پيل کېدو خبر ورکړو.

د هیواد قرآن مقابلو غږ ملتیا عالي درستیز پروګرامونو کمېټه مشر داود تکفلاح، قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنې (ایکنا) سره مرکه کې څرګنده کړه: د هیواد قرآن مقابلو غږ ملتیا عالي درستیز پروګرامونو کمېټۍ په اخیرنۍ غونډه کې تصمیم واخیستلې شو چې د جمهوری اسلامی ایران قرآن نړیواله مقابلو ۳۳ دوره سره سره د زړه روښانو قرآن نړیواله مقابلو ړومبنۍ دوره هم پيل شي.

هغه زیاته کړه: سره د دې چې په کال ۹۵ کې به د زړه روښانو قرآن نړیواله مقابلو ړومبنۍ دوره پيل کېږي د ړومبني کال لپاره به د ۳۰ نه تر ۴۰ هیوادونه خپل غړي رالېږي او په حقیقت کې تقریباْ ۵۰٪ هیوادونه به د ایران قرآن نړیواله مقابلو کې ګډون کوي.

تکفلاح ادامه کې وویل: دې ته توجه سره چې د ګډون کوونکې زړه روښانو تګ راتګ ستونزې لري او له هر ګډون کوونکې سره یو ملګري هم وې کار ډېر سخت دي نو هم په دې سبب د ړومبي کال د لږو هیوادونو نه دعوت کوو خو ولی هیله لرو چې راروان کال د دعوت شوي هیوادونو شمېر زیات کړو.

د هیواد قرآن مقابلو غږ ملتیا عالي درستیز پروګرامونو کمېټه مشر وویل: د دې کار پیل کولو لپاره له اوس نه مختلفو هیوادونو سره اړیکې اخیستلې کېږي چې د دغه هیواد زړه روښانه کسان او د دغه هیوادنو حفظ او قرائت توان مشخص کېدل شروع شي، چي که ممکن وې د حفظ او قرائت نه علاوه نورې برخې هم زیاتي کړو.

هغه زیاته کړه: که مونږ دې نتیجه ته ورسېدو چې د قرائت برخه کې د نړۍ په سطح مونږ زړه روښانه کسان لرو نو راروان کال به د قرائت برخه هم پیل تکفلاح د زړه روښانه کسانو د قرآن نړیواله مقابلو ړومبنۍ دوره کې د ګډون په اړه وویل: هر کال د قرآن نړیواله مقابلو په اړه د هیواد کلتوري ادارو ته لیک استولې کېږي چې هغې له هغه ملک نه د قران نړیواله مقابلو لپاره کسان معرفي کړي، نو هم دغه لیک کې غواړو دا ځل ته مونږ ته د حفظ برخه کې زړه روښانه کسان جمهوری اسلامی ایران ته معرفي کړي.

هغه ادامه کې وویل: همدارنګه د هیواد قرآن مقابلو غږ ملتیا عالي درستیز پروګرامونو کمېټۍ غونډه کې دا بحث هم مطرح شو چې د زړه روښانه کسانو قرآن نړیواله مقابلو لپاره یو خاص نوم وټاکلې شی نو ډېر زر به د دې مقابلو نوم په اړه اخیرني تصمیم اخیستلې کېږي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3466933

captcha