IQNA

داستانبول چاودنې عامل دعربستان نه راغلې وو + فلم

5:16 - January 14, 2016
د خبر لمبر: 3479774
نړیواله ډله: دترکیې رسنیو په همداوروستیو کې ویلی دی ، په استانبول کې دپرونۍ ځان مرګی حملې عامله سوریاتوکمه د سعودی عربستان ۲۸کلنه نبیل الفضلی وه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم چینل خبرونو بنسټ راپورور کړ، دا کس د سوریا توکمه د سعودی عربستان زېږېدلې وو.

داستانبول دوالی دفتر له دې مخکې ویلی وو دستانبول له کبود جومات او آیاصوفیه کلیسان سره نزدې په السلطان احمد څلور لارې کې چاودنه دلسو کسانو د وژلې اود۱۵نورو دټپی کیدو لامل شوې ده

دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له چاودنې څو شیبې وروسته سملاسی ویلی وو چې دځان مرګی عامل سوریا وال دی .

داپه داسې حال کې دی چې له داعش ترهه ګرې ډلې سره اړونده داستانبول ولایت برخې دیوې اعلامیې په صادرولو سره ددغې چاودنې پړه په غاړه اخستې ده

دترکیې ولسمشر په داسې حال کې تل هڅه کوی له ترهه ګرو په ملاتړ کې دخپل هیواد رول پټ کړی چې دغه هیواد دعربستان اوقطر ترڅنګ او دغه راز له سیمې دورآخوا امریکا په څیر دقدرتونو په بشپړ مرستو اوملګرتیاؤ سره په وروستیو کلونو کې په جدی توګه په عراق او سورئې کې دداعش اوالنصره جبهې په څیر دترهه ګرو ډلو ملاتړ کوی او دانقرې چارواکی دترهه ګرو په لاس ددغو دوو اسلامی هیوادونو دویشلو خوبونه وینی .

یوداسې سیاست،چې په هغه پسې د داعش او النصره جبهې په لور دترکیې دمادی اومعنوی ملاتړونه زیات شوی ، او اوس ئې دترکیې ښآریز بیّه ورکوی.

http://iqna.ir/fa/news/3467111

نویسنده:
رضوی
captcha