IQNA

د داعش له اړخه د هند لومړي وزیر ترور پلان

8:30 - January 28, 2016
د خبر لمبر: 3479818
نړیواله ټولنه: هند اطلاعاتو سازمان د دغه هیواد د لومړي وزیر د داعش له اړخه د هند د خپلواکۍ مراسمو جشن کې د ترور په اړه ګواښ ورکړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې د العالم خبرونو چینل نه په نقل، د هند اطلاعاتو سازمان ګواښ څرګنده کړي چې ممکنه ده د دغه هیواد لومړی وزیر نریندر مودي، د ګل په ورځ د خپلواکۍ جشن مراسمو کې د داعش له اړخه را لېږلې ځانمرګې چاودنې کوونکو ماشومانو د حملو هدف وګرځي.

مودی تېر کال د خپلواکۍ جشن مراسمو کې د ځنې ماشومانو لید کتنې لپاره د خپل امنیتي حد بهر وتلې وو.

د هند د اطلاعاتو سازمان له اړخه د ګواښ څرګندولو نه پس چې په کې احتمال ورکړي چې د ځنې ترهګرو ډلو چې داعش هم په کې شمېر دي، د هند ټومبنې وزیر باندې ځانمرګي حمله پیل کولو هدف لري، د هغه نه حفاظت کوونکې ډله اندېښنه لري او اطلاعات دي چې د ۱۲ نه تر ۱۵ کلنې ماشومان د ځانمرګې وسلو سره هند ته ممکنه ده نفوذ کړي وې.

د هند یوې خبرونو سرچینې ویلې: د هند امنیتي مسؤولانو مودی ته وینا کړي چې د خپل امنیتي حد نه د جشن په مراسمو کې وسي، او د دهلی له پولیس نه غوښتنه شوي چې مشکوکي کسان د نظر لاندې وساتي.

دې منبع زیاته کړه: د پولیسو یوه ډله د لټون لپاره هم ټاکلې شوي ځکه چې په دې اړه د ګواښ ورکوونکې نو نا پېژندلې ټېلیفون یی تر غوږه شوي.

داعش یو نوې انځور خپور کړي چې په کې ماشومانو ته د خپلکاری توغندو او اسلحو تعلیم ورکړي کېږي.

د دی میاشتې ۲۵ نېټې باندې د داعش لاسلیک شوي لیک هم خپور شوي چې «ایانس» ورځپاڼې له اړخه یوه برخه خپره شوي. په دې لیک کې ترهګرو د هند لومړي وزیر نریندر مودی او د هند د دفاع وزیر مانوخارا باریکارا یی د غوا د غوښې نه د استفاده کولو مخنیوي باندې ګواښ ورکړي او ویلې دې: تاسې سره به هم هغه کار کوو کوم چې د غوا د غوښې خوړلو نه منع کونکو سره کوي.

یادښتونه: د «بهارتیا جاناتا» ګوند پارلمانی انتخاباتو کې له ګټلو نه پس سم دستې د هند په يو شمېر ولایتونو کې د غوا حلالېدو او د هغې غوا خوراک باندې د سزا تعیین کړي.

http://iqna.ir/fa/news/3470115


captcha