قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د « KTimes» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، شیخه ظاعن سعید الصریدی د اماراتو الخیمه رأس کې له اذن سیمه نه ده چې تقریباْ ۸۲ کاله عمر لرې خو ولی په دغه عمر کې هم د قرآن حفظ کولو کې کامیابه شو.
هغه سره د دې چې بیسواده ده او نه څه لوستلې شي او نه لیکلې شي، خپلې پخې ارادې سره د قرآن کریم یادولو مشق کوي.
هغه چې یوه پوهه او مهارت لرونکې ښځه ده، او یوه ښه کرونده ده چې د بوټیو طب کې هم تخصص لري.
ام محمد د ډیجیټل قلم نه استفاده سره قرآن په هوسا طریقه حفظ کړي.
هغه وایئ: زه نه لیکلې شم او نه لوستلې شم خو ولی ډیجیټل قلم د قرآن آیتونه لوستلو لپاره او دهغې تکرار لپاره ډېره ګټه لرله او له دې سره می قرآن ډېر په اسانه او زر حفظ کړو.
دې بوډۍ ښځې همدارنګه د اذن سیمه کې د قرآن کریم مطالعه مرکز کې خپل نوم ثبت کولو سره غواړې د قرآن کریم نورې برخې هم حفظ کړي او همدارنګه اراده لري چې د اماراتو قرآنی مقابلو کې ګډون وکړې.