IQNA

مالیزیا کې د جومات دنده خپرولو او وده ورکولو باندې تاکید

11:36 - February 01, 2016
د خبر لمبر: 3479826
نړیواله ډله: مالیزیا کې د پرلیس ولایت شهزاده غوښتنه کړي چې په دغه هیواد کې د جوماتونو دنده دې خپره شي او ورته دې وده ورکړي شي، چې جوماتونه اسلام او اسلامی ټولنې ته د وده ورکولو مرکزونه وګرځي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مالیزیا (Bernama) خبرونو نه په نقل، «سید فیض الدین پوترا جمال الیل» د «المدینه» جومات پرانیستا مراسمو کې وویل: جوماتونه نه باید یواځې د عبادت لپاره وي بلکې باید مختلفو برخو کې د ګټور علم خپرولو لپاره ترې هم استفاده وشي.

هغه زیاته کړه: د قرآن کریم مطالعه او تعلیمي کلاسونه او د ماشومانو لپاره د قرآن کریم کلاسونه پیل کول هم باید د جومات فعالیتونو کې شمېر شي.

د پرلیس شهزاده تاکید وکړو: د اسلام څرګندولو وخت کې هم جوماتونو نه د وحدت مرکزونو په عنوان استفاده شوي چې هغه وخت مقام، دولت، کلتور او رنګ د چا لپاره اهمیت نه لرلو.

هغه زیاته کړه: جوماتونه باید د مسلمانانو د وحدت نښه او د قدرت نقطه وګرځې او د اسلام روغ انځور چې پیغام یی سوله ده ترې خپور شي.

http://iqna.ir/fa/news/3471247

نویسنده:
razavi
captcha