قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم خبرونو چینل ویبپاڼې نه په نقل، د هند خلکو یوه ستره غونډه د آیت الله شیخ نمر باقر النمر د شهید کول محکوم کړل، په دې غونډه کې د مسلمانانو سره سره د نورو دینونو منونکو هم شتون لرلو.
ګډون کوونکو په دې غونډه کې د عربستان له اړخه د شیخ نمر باقر النمر شهید کولو جنایت محکوم کولو سره نایجېریا کې د مسلمانانو وژل او دغه هیواد کې د اسلامی غورځنګ مشر شیخ ابراهیم زکزاکی بندې کول یی هم محکوم کړل.
ګډون کوونکو په اخیره کې د اعتراض نه ډکه یوه عریضه لاس لیک کړه او هغه یی د ملګرو ملتونو سازمان ته وړاندې کړه او د شیخ نمر النمر په اړه د څېړنې کولو او همدارنګه د شیخ زکزاکې په اړه یی خپله غوښتنه وړاندې کړه.
د هند خلکو د ملګري ملتونو سازمان نه غوښتنه وکړه چې عربستان باید له دې سازمان نه بهر کړې شي او د دې هیواد غړیتوب دې لغو شي.
د آیت الله شیخ نمر النمر شهید کولو په اړه د هند یو شمېر ښارونو کې د دې جنایت په خلاف اعتراضونه پيل شوو او د دې اعتراض نه ډک ځنې فعالیتونو کې د هند خلکو په دهلی کې د عربستان سفارت بندولو غوښتنه هم وکړه.