قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم خبرونو نه په نقل، د نجف اشرف داراتراث موسسه اطلاع ورکولو او عمومي اړیکو مشر حسن اعسم په یوې بیانیه کې څرګنده کړی چې دا سند د علی محمد شیرازی چې د «باب» په نوم پېژندلې کېږي د دروغجنې ادعا لپاره یو محکم ځواب دې او عراق کې د شیعه او سنی مذهب ټولو مسلمانانو عالمانو له اړخه په کال ۱۸۴۴ کې چې ۱۲۵۰ هجري سره سمون لري د «تکفیر او الحاد سره مقابله» نندارتون کې لاس لیک شوي.
هغه زیاته کړه: دا تاریخی سند د ترکی لومړي وزیر آرشیو د عثمانی امپراتورى سره اړیکه لري او د مسلمانانو د وحدت له مهمو نښو نه او په ټولنه کې د سوله یز ژوند تاکید شمېرلې کېږي.
د نجف اشرف داراتراث موسسه اطلاع ورکولو او عمومي اړیکو مشر څرګنده کړه: دا تاریخی سند چې د عرض ۷۰ سېنټي ميتر او اوږد والی یی ۱۰۰ سېنټي ميتر سره چاپ شوي. دارالتراث موسسه د دې سند د مطالعه لپاره او د عالمانو نومونه او لاسلیک څرګندولو لپاره توري اوډون ترسره کړي.
بابیت د منشعب یو فرقه له شیخیه(شیخي ګری) ده. علی محمد باب، د بابی ګري بنسټوال وو چې د امام زمان د بابیت ادعا کړي وه او ځان یی امام زمانه بللو او بیا یی ادعا تر نبوت پورې وکړه چې د بندي کېدو نه پس په تبریز کې اعدام شو.
شیخیه د ناوړه مذهبونو نه او فرقو نه ده چې د شیعه نه په دیارلسمه هجري کې بېله شوي د دې فرقې نوم د شیخ احمد احسایی د دې فرقې بنسټګر نه اخیستلې شوي.
http://iqna.ir/fa/news/3474140