قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «tunisien.tn» ویبپاڼې نه په نقل، د تونس دینی چارو وزیر محمد یونس په ۲۴بهمن باندې د تونس قرآن ملي انجمن مشر «محمد مشفر» او د دغه انجمن د مشر تابه پلاوی سره لید کې راروان دریو کالو کې په دغه هیواد کې د قرآن کریم ۱۰۰ زرو حافظانو ته د ښودنې پروګرام پيل کولو غوښتنه وکړه.
هغه وویل: د دې روزنو پروګرام باید درې کاله وې او د تونس دینی چارو وزارت به هر قسمه ضروري او لازم امکانات که هغه مادي وې او که انساني د دې انجمن په لاس کې ورکوي.
محمد خلیل په ادامه کې څرګنده کړه: د تونس دینی چارو وزارت د دغه هیواد د قرآن ملي انجمن د قرآن حفظ کولو په لار کې کوښښ او دغه هیواد کې قرآنی کلتور ته خپرونې ورکولو نه حمایت کوي.
د دې راپور په رڼا کې په دې کتنه کې د تونس قرآن ملي انجمن مشر «محمد مشفر» هم د دې انجمن فعالیتونه وړاندې کړل او د قرآن پروګرامونه ترسره کولو کې را منځه ته شوي ستونزې یی هم وړاندې کړي.