قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، پېښور کې د ایران کلتوری سازمان خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا مراسم د حیات آباد امامیه جومات کې د جمعه لمانځې کې د تېر کال ۲۵بهمن باندې د ځانمرګې چاودنې په نتیجه کې د ۲۳ کسانو شهادت او په لسګونو کسانو ژوبل کېدو د ړومبي کلیزې په اړه پیل شو.
په دې مراسمو کې د پېښور یو شمېر عالمانو او د پاکستان د مختلفو برخو خلکو په کې ګډون وکړو او علامه جواد نقوي، د لاهور جامعة المصطفی صلی الله علیه و آله العالمیة د دې مراسمو مشر مېلمه وو.
هغه وویل: دښمن په دارنګه دسیسه د امام حسین علیه السلام د مکتب منونکې وېره وي، دې ملت (پاکستانې ملت) د شهادت زدکړه له حضرت امام حسین علیه السلام نه زدکړې،
علامه جواد نقوي په ادامه کې د امامیه جومات شهیدان ولمانځل، هغې د خبل حقیقي لارښود کربلا په صحرا کې امام حسین علیه السلام ټاکلې.
د مراسمو نه ورسته د جومات خوا او شا کې اعتراض کوونکې لاریون پيل کړو چې تر څو ګېنټو یی ادامه لرله.