IQNA

د مصر مفتې: د قرآن کریم ۵۰ آیتونو داعش له ځانه تفسیر کړي

23:01 - February 17, 2016
د خبر لمبر: 3479879
نړیواله ډله: د مصر مفتې اعظم څرګنده کړي: ترهګرو ډلو او په تېره بیا داعش، د قرآن کریم له ۵۰ آیتونو نه ناوړه استفاده کوي او د هغې د خپلې خوښې تفسیر کوي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الدستور» ویبپاڼې نه په نقل، شوقی په دې اړه اعلان کړي: د تکفیري ډلې په اړه فتوا ورکولو مرکز چې د مصر دارالفتوای سره تړلې تراوسه ۵۰ آیتونه چې د تکفیري ترهګري ډلو او په سره کې داعش له اړخه یی غلط تفسیر شوي ترلاسه کړي او پېژندلي دي.

هغه د مصر ټېلې وژن یو چینل سره «أنا مصر» پروګرام کې وویل: ټول اسمانی دینونه سره د اسلام په مکمله توګه د تاوتریخوالی او ترهګري اقداماتو چې کوم تکفیري ډلې او په تېره بیا داعش ترسره کوي ترې لري دې.

شوقی علام د تکفیري ډلو په تېره بیا د داعش له اړخه د قرآن کریم ۵۰ آیتونو له ځانه تفسیر کولو ته اشاره سره څرګنده کړه: مونږ تراوسه د دغه قرآنی آیتونو په څېړنه او مطالعه کې بوخت یو چې د هغې صحیح تفسیر وړاندې کړو او ترهګرو ډلو ته په دې میدان کې هم ماتې ورکړو او هغه ځوانانو ته د دې ترهګرو نه چې ادعا لري مونږ د اسلام او اسلامی شریعت نافذ کوونکې یو نجات ورکړو.

http://iqna.ir/fa/news/3476074

نویسنده:
razavi
captcha