قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Bernama» خبرونو نه په نقل، نور هدایت یواځې یوه ړانده ده چې د مالیزیا قرآن حفظ سراسري مقابلو ۳۷ دوره کې یی ګډون کړي، هغې د ړومبي سپارې نه تر لسمې سپارې قرآن حفظ کړي.
نور هدایت چې له ماشومتوب نه ړانده ده، اوس ۲۲کلنه ده او د مالیزیا جوهور اسلامی مطالعاتو ښوونځې کې په زدکړو کې مشغوله ده.
ړوندتوب یی د قرآن حفظ کولو کې مانع نشو
هغه وایئ: ړوندتوب مې مانع نه وو چې د هغې په سبب قرآن حفظ نکړې شم.
دا زړه روښانه وایئ: دا ړومبۍ ځل دې چې په ملي توګه د قرآن حفظ مقابلو کې مې ګډون وکړو، خو ولی له دې نه مي وړاندې دوه ځل د چوهور ولایت د قرآن حفظ مقابلو کې ګډون کړې.
نور هدایت د خپل ورور عبدالمجید چې ۲۶ کلن دي سره د درس زدکړې لپاره دارالقرآن ته ځي.
دا مالیزیا نجلۍ تاکید کوې: که چرې قرآن نه حفظ کوو نو بیا هم کولې شو چې د هغې له حکمو نه د ژوند لارښوونې استفاده کولي شو.
محمد ادیب عمران یو به حافظ چې د مالیزیا قرآن سراسري مقابلو ۳۷ دوري کې ګډون کړي او د پښې نه معذور دي.
هغه د پرلیس ولایت غړي او د ړومبۍ سپارې نه تر ۲۰ سپارې حافظ دی.
هغه چې ۱۴ کلن وو د قرآن کریم حفظ شروع کړي وایئ: ړومبي ځل دې چې سراسري مقابلو کې ګډون کووم، پلار به ماته همېشه د قرآن حفظ کولو لپاره وهڅولم او مانه یی غوښتنه کوله چې ماشومتوب نه قرآن حفظ کړم.
محمد ادیب چې غواړي راروان وخت کې یو دینی مبلغ شي، اراده لري چې تر ۱۷ کلن کېدو پورې قرآن حفظ کړي.
د قرآن کریم حفظ سراسري مقابلو ۳۷ دوره کې تقریباْ ۷۸ کسان ګډون لري چې ۲۷ بهمن نه د مالیزیا پراک ولایت ایپوه ښار کې شروع شوي.
دا مقابلې به تر پنځه ورځو دوام لري.