IQNA

د مذهب پرېښودل؛ مالیزیا کې د شیعیانو واده ثبت کولو لپاره عجیبه شرط

2:17 - February 25, 2016
د خبر لمبر: 3479893
نړیواله ډله: د مالیزیا سلانګور ولایت فتوا صادر کوونکې ادارې یو حکم کې چې د مذهب د ازادي سره خلاف دي، د مالیزیا شیعیانو لپاره د رسمي واده ثبت کولو نه لاس اخیستلې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آران نیوز نه په نقل، د سلانګور ولایت کې شیعیانو باندې سختي کول ادامه لري او کار یی تر ستوغ رسېدلي.

د دغې ولایت د فتوا ورکولو ادارې یو حکم کې اعلان کړي: هغه وخت به د فاطمه طاهره بنت شیخ کامل زهیري، د مالیزیا د شیعیانو لارښود د لور، د واده جواز به صادر کوي چې ناوې او د واده هلک او کورنۍ یی د شیعه اعتقاداتو نه لاس واخلې او توبه وکړه او د اهل سنت مذهب قبول کړي، که نوې نو دا واده به په شرعي محاکمه کې نه ثبت کېږي.

د مالیزیا په شیعیانو فشار له تېرو درېو کالو نه شروع شوي، کله نه چې د سلانګولا ولایت دینی مشران او امنیتي ځواکونو د مالیزیا په غرب کې د عاشورا په شپه باندې الرضا علیه السلام په حوزه کې حسینيه باندې حمله وکړه او تقریباْ ۲۰۰ نه زیات حسيني عزادار یی ونیول.

د مالیزیا په ایالت کې د دې فشار سرچینې هغه فتوا ده چې د وهابیت له فکر نه اخیستلې شوي او د سلانګور اسلامی قانون (C) ماده کې اضافه شوي.

د دې فتوي په رڼا کې شیعه د اهل سنت و جماعت حقیقي تعلیم نه او د واقعي اسلام نه منحرف شوي.

http://iqna.ir/fa/news/3477438

نویسنده:
رضوی
captcha