IQNA

مالیزیا کې د عربی متن نه لرونکې قرآنی ژباړي ضبط شوي

0:46 - March 07, 2016
د خبر لمبر: 3479922
نړیواله ډله: د قرآن کریم یو شمېر آیتونه چې په انګلیسې ژبه او مالیزیا کې خپرې شوي وې، د دغه هیواد له اړخه ضبط شوی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د «The Star» ورځپاڼې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د قرآن کریم یو شمېر آیتونه چې په انګلیسې او مالیزیا ژبو کې د یو کمپاین «راځي قرآن ولولو» لپاره خپرې شوي وو، د مالیزیا د حکومت له اړخه ضبط شول.

د مالیزیا وزارت اعلان کړې: د دې قرآنی آیتونو شمېرنې چاپ کول غیر قانوني کار دی، ځکه د لیکلې شوي قانون په رڼا کې د قرآن کریم ژباړه بې له عربی متن نه په دې هیواد کې د خپرولو اجازت نه لري.

د هیواد قرآن چاپ کولو وزارت څارنې او جواز صادر کولو غونډې مدیر او د مالیزیا د وزارت مشر چشیمه نیک جعفر په دې اړه وویل: چارواکو له دې نه وړاندې هم په داسې قضیو نیوکه کړي.

د مالیزیا د هیواد قرآن چاپ کولو وزارت څارنې او جواز صادر کولو غونډې مشر هاروسانی زکریا هم وویل: د قرآن کریم ژباړه بې له عربی متن نه قرآن نه ګڼلې کېږي.

هغه چې د پراک ولایت مفتي هم دې زیاته کړه: مونږ د دارنګه مسئلو مخنیوو لپاره ضروري اقدامات پیل کوو، ځکه چې هغه ژباړې چې بې له قرآن عربی متن نه خپرېږي ممکنه ده لوستونکې ګډوډ کړي.

زکریا تاکید وکړو: بې له عربی متن، هغه ژباړې چې د نورو ژبو لپاره وړاندې کېږي یواځې د قرآن ژباړه او یا د قرآن تفسیر ګڼلې کېږي.

اناس زبیدی، د مالیزیا یو ټولنیزه فعال چې خلک له قرآن سره معرفي کولو موخه سره د خپلو ملګرو په مرسته یی یو کمپاین «راځي قرآن ولولو» شروع کړې وو،

هغه څرګنده کړه دا کتاب یواځې د قرآن ژباړه ده چې د هغه کسانو آسانتیا لپاره چې له عربۍ ژبې سره هیڅ اشنایی نه لري خپور شوي.

زبیدی وویل: زمونږ موخه د خلکو قرآن نه په خپلو ژبه کې استفاده کول وو چې د قرآن پیغام په ټولې نړۍ په پراخه او اغیزمن شکل کې خپور شي.

هغه غواړې له قرآن چاپ کولو وزارت څارنې او جواز صادر کولو غونډې مشر سره کتنه وکړې او بې له قانون ماتولو، دې کمپاین ته ادامه ورکولو په اړه ورسره خبرې اترې وکړي.

هغه زیاته کړه: مونږ اعتقاد لرو چې دا کمپاین د قرآن کریم پیغام نړۍ ته رسولو او د هغې خبرولو لپاره یو درون حرکت دي.

http://iqna.ir/fa/news/3480558


captcha